ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان د وضعيت په اړه يو پرېکړه ليک تصويب کړ

د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان د وضعيت په اړه يو پرېکړه ليک تصويب کړ

author avatar
11 Dec 2020 - 12:01
د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان د وضعيت په اړه يو پرېکړه ليک تصويب کړ
author avatar
11 Dec 2020 - 12:01

کابل (پژواک، ٢١ ليندۍ ٩٩): د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې پرېکړه لیک د ۱۳۱ رایو په اکثریت تصویب شو.

د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د افغانستان دايمي استازې عادلې راز په ټويټرپاڼه کې ليکلي چې د جرمني په ګډون له ۷۰ څخه زیات هېوادونو دغه پرېکړه لیک تاييد کړى دى.

نوموړې له ټولو هغو هېوادونو څخه چې په خپلو ویناوو کې يې د افغانستان د راتلونکې په اړه خپل ملاتړ ښودلى مننه کړې ده.

په دغه پرېکړه ليک کې په افغانستان کې له ټولو لوريو غوښتل شوي چې دغه هېواد کې دې ژر د تاوتريخوالي د پاى ته رسېدو لپاره هڅې وکړي.

د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله هم د ملګرو ملتونو سازمان ددې پرېکړې هرکلى کړى دى.

هغه په خپله ټويټرپاڼه کې لکلي : (( زه د افغانستان د وضعيت په اړه د ملګرو ملتونو د سازمان د پرېکړه ليک له تصويب او مالي ملاتړ کوونکو هېوادونو څخه مننه کوم.))

Visits: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.