ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امرالله صالح وروستیو څرګندونو غبرګونونه پارولي

د امرالله صالح وروستیو څرګندونو غبرګونونه پارولي

author avatar
12 Dec 2020 - 15:11
د امرالله صالح وروستیو څرګندونو غبرګونونه پارولي
author avatar
12 Dec 2020 - 15:11

کابل (پژواک، ٢٢ لېندۍ ٩٩): «حکومت ته د داعشي طالبانو ګواښ» په اړه د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح هغه څرګندونې چې د نن ورځې شپږ نیمو بجو ناستې په راپور کې یې بیان کړې، غبرګونونه پارولي دي.

صالح د نننۍ ناستې په راپور کې لیکلي: ((داعشي طالبانو په یوه لیکلي پیغام کې موږ ته ګواښ کړی چې که د دوی کوم کس اعدام شي، کابل به د اهل شعیه وو په وینو رنګ او په عین وخت کې یې ویلي چې له تښتول شوو کسانو به سرونه غوڅ کړي.))

په راپور کې د صالح په حواله لیکل شوي، د کابل ملي امنیت ریاست ته یې امر کړی چې ټول بندي داعشي طالبان دې خپلو شبکو ته پیغام ولېږي چې دولت یې ټولې شجرې پېژني. دا چې تر اوسه مهار شوي نه دي، جلا بحث دی چې له قابلیتونو او قدرتونو سره مستقیمه اړیکه لري.

هغه زیاته کړه: ((داعشي طالبان دې پوه شي چې هېڅ ګواښ به د دې مخه ونه نیسي چې موږ هره ورځ د دغو انسان وژونکو څېرې خلکو ته ور وپېژنو، زه د هېواد له قضایه قوې یو ځل بیا هیله کوم چې دغه خونخوار په علني ډول محاکمه کړي او د هغو کسانو محاکمه چټکه کړي چې مخکې نیول شوي دي.))

د دغه راپور له خپرېدو وروسته د ولسمشر د فرهنګي چارو سلاکار شاه حسین مرتضوي تند غبرګون څرګند کړ.

نوموړي په خپلو ټولنیزو پاڼو کې ولیکل: «شعیه وېرونه منعه ده (شیعه هراسی ممنوع)»

مرتضوي زیاته کړې، داعش او طالبان د بشریت او افغانستان دښمنان دي. په اطلاع رسونه کې باید شعیه وېرونې ته لمن ونه وهل شي.

هغه ویلي: ((زموږ د اطلاع رسونې ډول او طریقه باید مسلکي شي او د دښمن له رواني جګړې سره مرسته ونه کړي.))

دغه راز د اسلامي وحدت ګوند رییس حاجي محقق هم د امرالله صالح د څرګندنو په اړه غبرګون ښودلی دی.

نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: ((مسوولان باید په خپلو تبلیغاتو کې مسوولانه عمل وکړي، د یوه لوړپوړي دولتي چارواکي له خولې په کابل کې د طالبانو له خوا د شعیه وژلو روایت د شعیه ټولنې پر وړاندې رواني او امني فضا سختوي.))

صالح د مرتضوي او محمد محقق د غبرګون په ځواب کې لیکلي: ((موږ هېڅ قانوني ـ سیاسي او ټولنیز مکلفیت نه لرو چې د خپل دښمن فکر او عمل ته د مصلحت جامې وګنډو (جوړې کړو). دښمن باید په اصلي څېره خلکو ته په ډېر واضح ډول معرفي شي.))

نوموړي زیاته کړې، کلونه کېږي چې خلک له دولته د بې پردې خبرو غوښتنه کوي؛ د دښمن له مخ څخه پرده لرې کول بې پروايي نه، بلکې زړورتوب دی.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.