کابل (پژواک، ٢٢ لېندۍ ٩٩): د ناټو سازمان وايي چې له تېرې مياشتې راهيسې يې سلګونه ټنه بېلابېل درمل او طبي توکي له افغان ځواکونو سره مرسته کړې ده.
په بلجيم کې د ناټو له مرکزي دفتره پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ٢٠٢٠ زېږديز کال د نوامبر او ډسمبر په مياشتو کې د دوى د ملاتړ او پېرلو ادارې (اېن اېس پي اى) له خوا د سازمان له اړوندو هېوادونو، په لسګونو الوتکو کې درمليز توکي افغانستان ته وړل شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې په دې الوتکو کې سلګونه ټنه درمل د افغانستان ملي اردو او پوليسو ته وړل شوي او اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.
ناټو ويلي چې په دغو درملو کې د تسکين او درد درمل، انتي بيوتيکونه، د پوليسو واکسينونه، د لاس مينځلو سنيټايزر او د نورو سختو ناروغيو درمل شامل دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د درملو دغه مرسته به د افغان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو پر روغتيا مثبته اغېزه وکړي او پر ناروغیو له اخته کېدو به وژغورل شي.
ناټو ويلي چې د روان زېږديز کال تر پايه پورې به یادو ځواکونو ته نور درمل هم ورسول شي.
سرچينې زياته کړې چې د درملو دا مرسته د افغان ملي اردو له مالي صندوقه شوې ده.
Visits: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن