ژبه

ننګرهار کې پوليسو د يوه سوداګر د وژلو په تور پنځه کسان نيولي

يوسف ظريفي

۲۲ لیندی ۱۳۹۹ - ۱۵:۰۱

۱۱۰ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۹۹): د ننګرهار امنيې قوماندانۍ چارواکي وايي، جلال اباد ښار کې يې د يوه سوداګر د ترور په تړاو د وسله والو غلو يوه پنځه کسيزه ډله نيولې ده.

د حاجي تور په نوم سوداګر دوه ورځې مخکې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې په مربوطاتو کې مخ پټو وسله والو وژلی او پيسې يې ترې وړې وې.

د  ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند لومړي څارن فريد خان د لېندۍ په ۲۲مه پژواک اژانس ته وويل، پوليسو د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې د سوداګر عبدالحکيم چې پر حاجي تور مشهور و، د قتل په تړاو پنځه کسان نيولي دي.

دی وايي، نيول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف هم کړی، دا چې په نورو څومره قضيو کې لاس لري، د په ډاګه کولو لپاره ترې څېړنې پيل شوې دي.

دی زياتوي، دغې پنځه کسيزې وسله والې ډلې د عارف په نوم يوه کس په مشرۍ په جلال اباد ښار کې وسله والې او عادي غلاوې کولې.

نوموړی وايي چې عارف په ټپي حالت کې نيول شوی او په ياده قضيه کې يې د اعتراف ترڅنګ نور شواهد هم ورسره موندل شوي چې ډېر ژر به د قانوني اجرااتو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

د حاجي تور له قتله څو ساعته مخکې په جلال اباد ښار کې د انعکاس په نوم د يوه خصوصي ټلويزیون ويانده او د هغې موټر چلوونکی هم وسله والو کسانو ووژل چې د ورځې تر پايه يې مسوولينو د قاتلينو د نيولو خبر هم ورکړ خو ننګرهار مېشتي د قاتلينو نيول رښتيني نه ګڼي او غوښتنه کوي چې د اثبات لپاره بايد ياد کسان علني محاکمه او په دار وځړول شي.