ژبه

قطر: د افغان سولې پروسې د بریا لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوو

کابل (پژواک، ۲۲ لیندۍ ۹۹) : قطر وایي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره له نړیوالې ټولنې سره په ګډه د افغان سولې پروسې بریا لپاره هڅې کوي.

دغه څرګندونې په ملګرو ملتونو کې د قطر ځانګړې استازې او سفیرې میرمن شیخه علیا احمد ین سیف الثاني، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ  ۷۵مې غونډې پرمهال افغانستان په اړه یوې ځانګړې ناستې ته کړې دي.

هغې زیاته کړې، چې د  افغانستان سولې ، ثبات او خوشحالۍ لپاره هلې ځلې کول د قطر د بهرنۍ تګلاره مهمه برخه ده.

دې ویلي، هیواد یې هڅه کوي چې د ا فغانستان شخړه د سوله ییزو مذاکراتو له لارې هواره شي.

میرمن علیا وایي، چې له تیرو دریو میاشتو راهیسې یې هیواد د بین الافغاني مذاکراتو کوربه توب کوي ، څو د افغانستان د څو لسیزو شخړه په سوله ییزه سیاسي توافق هواره شي ، تاوتریخوالي او د بشري ناورین ته د پای ټکی کیښودل شی او په دغه هیواد کې تلپاتې سوله رامنځته شي.

د هغې په وینا، هیواد یې د بین الافغاني مذاکراتو څنګ، د امریکا او طالبانو د خبرو کوربه توب کړی اود هغې مخکې یې د افغان سیاسيونو ترمنځ یې ناسته هم برابره کړې وه.

په ملګرو ملتونو کې د قطر استازې ویلي، چې د کرونا وبا سره سره یې هیواد په دوحه کې د افغان لوریو ترمنځ مذاکراتو ته لاره هواره کړې او اسانتیاوې یې برابرې کړې دي.

دې زیاته کړې ، تر هغې پورې د سولې پروسه نه بریالۍ کیږي، څو پورې چې ټولو اړخونو ته پکې د ګډون چانس  او افغانانو ته د هغوی حقوق نه وي ورکړل شوي.

د قطر استازې په ډاګه کړې چې هیواد به یې له نړیوالې ټولنې سره په ګډه د افغان سولې پروسې د بریالیتوب لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي ، څو په افغانستان کې تلپاتې سوله رامنځته شي.

ورته موضوع