ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ماين چاودنې له امله څلور ملکي وګړي ووژل شول

ننګرهار کې د ماين چاودنې له امله څلور ملکي وګړي ووژل شول

author avatar
13 Dec 2020 - 18:34
ننګرهار کې د ماين چاودنې له امله څلور ملکي وګړي ووژل شول
author avatar
13 Dec 2020 - 18:34

جلال اباد (پژواک، ۲۳ ليندۍ ۹۹): د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله څلور ملکي وګړي ووژل شول.

چارواکي وايي، ماين د وسله والو طالبانو له لوري د عامو خلکو د تګ راتګ پر لاره خښ شوی و.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د ليندۍ په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د زاوې سیمې په مربوطاتو کې نن له غرمې وروسته د وسله والو طالبانو له خوا د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه وکړه.

هغه زياته کړه، په دغې چاودنه کې په سراچه موټر کې ناست څلور ملکي وګړي ووژل شول او موټر یې تخریب شوی دی .

دی وايي، وژل شوي کسان ټول ځوانان وو او عام ژوند يې درلود چې له مزدورۍ څخه کور ته روان وو.

د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالرقيب هم پژواک ته وويل چې وژل شوي ټول ملکي وګړي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.