ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د مالیاتو په راټولولو کې باید پلمه او نرمښت ونه شي

ولسمشر غني: د مالیاتو په راټولولو کې باید پلمه او نرمښت ونه شي

author avatar
13 Dec 2020 - 15:05
ولسمشر غني: د مالیاتو په راټولولو کې باید پلمه او نرمښت ونه شي
author avatar
13 Dec 2020 - 15:05

کابل (پژواک، ٢٣ لیندی ٩٩): ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د عوایدو په راټولولو کې هېڅ پلمه او نرمښت د منلو وړ نه دی او مالیې وزارته ته یې لارښوونه کړې چې له ټولو پوروړو دولتي او غیر دولتي بنسټونو دې ژر تر ژره مالیه راټوله کړي.

له ارګه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي عوایدو عالي بورډ غونډې نن له غرمې مخکې د عوایدو راټولولو په برخه کې شته ستونزې و ارزولې.

ولسمشر په یاده غونډه کې چې په چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوې وه، په ۱۳۹۹ کال کې د عوایدو راټولولو په برخه کې ټاکلې موخې ته د مالیې وزارت د نه رسېدو له امله خپله نارضایتي څرګنده کړه او په همدې موخه یې خپلې ارزونې پیل او څو غونډې رهبري کړې.

ولسمشر غني د افغانستان له خلکو او نړیوالې ټولنې سره د حکومت مالي ژمنو ته په اشارې ویلي: «د عوایدو په راټولولو کې هېڅ پلمه او نرمښت د منلو وړ نه دی، په دې برخه کې شته ټولې ستونزې او خنډونه باید په اساسي توګه له منځه یووړل شي.»

ولسمشر مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه چې له کام ایر هوایي شرکت، روشن مخابراتي شرکت، افغان تيلي کام، د نفتو او ګاز شرکت، د ملي پراختیا ملاتړې او عملیاتي ادارې او ټولو پوروړو دولتي او غیر دولتي بنسټونو دې ژر تر ژره مالیې ترلاسه کړي.

هغه په ټینګار سره ویلي، مالیې وزارت دې د عوایدو راټولولو واضح پلان په چوکاټ کې ټاکلې موخې ته د رسېدو لپاره خپلې عملي هڅې چټکې کړي.

Visits: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.