ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ته تر روانېدو مخکې ستانکزي د قطر د بهرنيو چارو له وزير سره ليدلي

کابل ته تر روانېدو مخکې ستانکزي د قطر د بهرنيو چارو له وزير سره ليدلي

author avatar
15 Dec 2020 - 13:37
کابل ته تر روانېدو مخکې ستانکزي د قطر د بهرنيو چارو له وزير سره ليدلي
author avatar
15 Dec 2020 - 13:37

کابل (پژواک، ٢٥ ليندۍ ٩٩) : کابل ته تر روانېدو مخکې د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي د قطر د بهرنيو چارو له وزير سره ليدلي دي.

د قطر د بهرنيو چارو وزارت له خوا د ليندۍ په ٢٥مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې معصوم ستانکزي پرون ماښام په دوحه کې د بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره وليدل.

سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنه کې دواړو لوريو د افغان سولې پروسې د وروستيو پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان دولت د مرکچي پلاوي مشر د افغانستان د حکومت په استازيتوب له قطر څخه د بين الافغاني مذاکراتو د کوربه توب او اسانتياوو برابرولو له امله مننه وکړه.

د يادونې ده، چې تر درېيو مياشتو خبرو اترو وروسته د طالبانو او دولت مذاکراتي ټيمونو د درې اوونيو وقفې پرېکړې کړې ده.

د دولت د مذاکراتي ټيم غړې حبيبه سرابي ويلي چې دوى به په کابل کې د سولې خبرو اجنډا او نورو موضوعاتو په اړه له ولسمشر او نورو چارواکو سره سلا مشورې وکړي.

بلخوا په قطر او کابل کې باوري سرچينو پژواک اژانس ته وويل ، ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د سولې مذاکراتي ټيم غړي نن له غرمې وروسته کابل ته په يوه ځانګړې الوتکه کې راشي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.