کابل (پژواک، ٢٥ ليندۍ ٩٩) : د ملګرو ملتونوله خوا د افغانستان له ټاکنيزو کمېسيونو سره په بېلا بېلو برخو کې د همکاريو تفاهم ليک لاسليک شو.
د ټاکنيز شکايتونو خپلواک کمېسيون له خوا د ليندۍ په ٢٥مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن د ملګرو ملتونو سازمان له ټاکنو څخه د ملاتړ پروژي (UNESP) د تمدیدو تفاهم لیک، د ټاکنیزو کمېسیونونو د رهبري غړو ، يوناما او د ملګرو ملتونو پرمختيايي ادارې د استازو ترمنځ لاسيليک شو.
سرچينې زياته کړې، د دغه تفاهم لیک له مخې به د ملګرو ملتونو سازمان راتلونکی کال له ټاکنیزو کمېسیونونو سره د وړتیاوو لوړولو، لوجستیک، عامه پوهاوي او تخنیکي مشورو په برخو کې مرستې او همکاري کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د تفاهم لیک د لاسلیکېدو په مراسمو کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون رئیسې زهرې بیان شینوارې، د ټاکنو ترسره کېدو لپاره د نړیوالې ټولنې مالي ملاتړ يو اړین امر وباله او د ملګرو ملتونو سازمان مالي او تخنیکي مرستې يې په افغانستان د ولسواکۍ بهیر د تقویت لپاره مهمې وبللې.
میرمن شینوارې زیاته کړه، نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو تل هڅه کړې چې د ټاکنیزو کمېسیونونو اړتیاوو ته پام سره، مرستې وکړي ترڅو په افغانستان کې رڼې او شفاف ټاکنې ترسره شي، دا هڅې د ستایلو او قدر وړ بلل کیږي.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون رييسې، د ملګرو ملتونو له استازو هیله وکړه چې د ټاکنیزو کمېسیونونو وړاندیزونه د بودجې په سند کې، پام کې ونیسي او پلی يې کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال عصمت الله مل له ټاکنیزو بنسټونو سره، د بهرنیو هېوادونو او ملګرو ملتونو سازمان له همکاریو څخه مننه وکړه او ويې ویل، د واک د لیږد سوله یيزه یواځينۍ لار د شفافو ټاکنو ترسره کېدل او په افغانستان کې د ولسواکۍ پیاوړي کول دي.
مل زیاته کړه، د ټاکنو خپلواک کمېسیون په راتلوونکي کال کې د ولایتي شورا ګانو، د غزني ولایت د ولسي جرګي ټاکنو او د یو شمېر ولایتونو د ښاروالیو ټاکنو ترسره کېدو لپاره، چمتوالی لري.
د دغې پروژې د لاسلیک کېدو پر مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیایې پروګرام استازي عبدالله الدردادي چې په آنلاین توګه خبرې کولې وویل، د دغې پروژې لاسليک کېدو سره به همکارو مرسته کوونکو ته زمینه برابر شي.
هغه ټینګار وکړ چې له ټاکنیزو بنسټونو سره به د ملګرو ملتونو سازمان تخنیکي مرستې دوام مومي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن