ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بشري حقونو کمېسيون پلاوى مذاکراتي ټيمونو سره د خبرو په موخه قطر ته تللی و

د بشري حقونو کمېسيون پلاوى مذاکراتي ټيمونو سره د خبرو په موخه قطر ته تللی و

author avatar
17 Dec 2020 - 13:48
د بشري حقونو کمېسيون پلاوى مذاکراتي ټيمونو سره د خبرو په موخه قطر ته تللی و
author avatar
17 Dec 2020 - 13:48

کابل (پژواک، ٢٧ لېندۍ ٩٩): د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون يو پلاوى په قطر کې دى، څو له طالبانو سره پر يو شمېر موضوعاتو خبرې وکړي.

په قطر کې يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې دغه پلاوى له تېرې څه مودې راهيسې په دوحه کې دى او د طالبانو له ځينو استازو سره يې ليدلي هم دي.

خو دغې سرچينې په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.

بلخوا په کابل کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون يوې باوري سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې د دوى پنځه کسيز پلاوى له تېرو څو ورځو راهيسې په دوحه کې دى.

سرچينې زياته کړه چې په دغه پلاوي کې دوه کمېشنران او درې تخنيکي همکاران شامل دي، څو له طالبانو سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.

سرچینې وویل: ((له دې سفر څخه موخه دا ده څو له دواړو ټيمونو سره د سولې په اجنډا کې د بشري حقوقو اړوند موضوعاتو، د جنګ د قربانيانو شاملولو پر مسئله او د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د نظارت پر ميکانيزم خبرې وکړي.))

د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر اوسه یې له دواړو ټيمونو سره نېغ په نېغه ناستې نه دي کړې، خو له تخنيکي ټيمونو سره يې ابتدايي ناستې شوې دي.

د یاد کمېسيون يادې سرچينې وويل چې د دوى پلاوى دغه راز د قطر د بشري حقونو کمېسيون او هلته د يو شمېر نورو نړيوالو سازمانونو له استازو سره هم وګوري.

تر اوسه د طالبانو او افغان دولتي مذاکراتي ټيمونو په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.