ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ ولسوالۍ کې یو پوليس او دوه ملکي وګړي ووژل شول

author avatar
17 Dec 2020 - 19:18
author avatar
17 Dec 2020 - 19:18

کابل (پژواک، ۲۷ لیندۍ ۹۹): د بلخ پولیس وایي، ناپېژاندو وسله والو د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې دوه ملکیان او یو پولیس په ډزو وژلي دي.

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن ماسپښین مهال رامنځته شوې ده.

ده زیاته کړه، لومړی وسله والو پر دوو ملکیانو باندې ډزې کړې دي، خو کله چې پولیس د ملکیانو ملاتړ ته ورغلی، هغه هم تر برید لاندې راغلی او وژل شوی دی.

د هغه په وینا، برید کوونکي په تېښته بریالي شوي، خو پولیس یې د نیولو په لټه کې دي.

د برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

په وروستیو څو اونیو کې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د نا امنیو، وژنو او جګړو پېښې لوړې کچې ته رسېدلې دي.

د یوه بل خبر له مخې، دوه وسله وال طالبان د کاپيسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د ماین خښولو پر مهال د خپل ماین چاودنې له امله وژل شوي دي.

دغه مطلب د کاپیسا امنیه قومانداني ویاند عبدالشایق شورش، پژواک اژانس ته په ډاګه کړ.

خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.