ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د یوناما مشره: د جګړې پر ښکېلو غاړو دې د تاوتريخوالي کمولو فشار راوړل شي

د یوناما مشره: د جګړې پر ښکېلو غاړو دې د تاوتريخوالي کمولو فشار راوړل شي

author avatar
18 Dec 2020 - 11:20
د یوناما مشره: د جګړې پر ښکېلو غاړو دې د تاوتريخوالي کمولو فشار راوړل شي
author avatar
18 Dec 2020 - 11:20

کابل (پژواک ۲۸ لیندۍ ۹۹): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما) مشره د دې ترڅنګ چې هيله مندي ښيي د سولې خبرې په ټاکلې نېټه بېرته پیل شي، له ټولو هېوادونو غوښتي په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو غاړو فشار راوړي چې تاوتريخوالی کم کړي.

له یوناما څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډيبرا لاينز، پرون (د لیندۍ ۲۷مه) د امنيت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه په خپل انلاین راپور وړاندې کړ.

سرچينې زياته کړې، هغې د سولې په تړاو پر مهمو پرمختياوو، د تاوتریخوالي د کموالي پر بيړنۍ اړتيا، د خبريالانو پر خونديتوب، له فساد پر مبارزې، بشري وضعیت او يو لړ نورو مهمو مسئلو رڼا واچوله.

ځانګړې استازې چې د يوناما مشره هم ده، يو ځل بيا د سولې بهير پر هر اړخيزوالي ټينګار کړی چې ټول افغانان په ځانګړي ډول ځوانان په کې خپل نظر ولري.

هغه وايي، دوحه کې د سولې خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی او دا خبرې باید له وقفې وروسته د جنورۍ پر پنځمه بېرته پیل شي.‌

خو مېرمن لاینز په ورته وخت کې اندېښنه ښودلې چې په تېرو څو میاشتو کې افغانستان کې پر ښځو، خبریالانو او مدني فعالانو بریدونه ډېر شوي دي.

هغ‎ې زياته کړې: “له بده مرغه تاوتریخوالی د سولې پر وړاندې د خنډ او سیمې ته د جدي ګواښ په توګه پر ځای پاتې دی. له ټولو هېوادونو غواړم چې د جګړې پر ښکېلو خواوو خپلو فشارونو ته دوام ورکړي، څو تاوتریخوالی راکم کړي او تمه مې دا ده چې دا به د سولې د خبرو له بیا پیل سره یو مهم لومړیتوب وي.”

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.