منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۳ غ.و
۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د امکاناتو نشتوالي له امله د زرمت روغتون له ۵۰ بسترونو یوازې ۲۰ یې فعال دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۴ کتنې

ګردېز (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۹۹): د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې شاوخوا درې کاله وړاندې پنځوس بستريز روغتون په اساسي ډول جوړ شو خو د امکاناتو کموالي له امله اوس مهال په کې يواځې ٢٠ بسترونه فعال دي.

د زرمت خلک وايي چې د بسترونو پر کموالي سربېره د روغتيايي کارکوونکو او درملو کمښت يې هم د ناروغانو د درملنې په برخه کې تشه رامنځته کړې ده.

د دې ولسوالۍ د سهاکو اوسېدونکی محمديعقوب وايي چې ياد روغتون په زيات لګښت او عصري ډول جوړ شوی، خو د ځينو امکاناتو زياتولو ته يې جدي اړتيا شته ده.

يعقوب وويل: ((دواګانې تر پخوا هم کمې شوې، سورنج او ځيني نور شیان هم له باندې را غواړي. د امکاناتو کموالي له امله ځيني وخت خلک خپل مريضان ګردېز يا ښرنې ته بيايي.))

دغه راز په ياد روغتون کې يوه ناروغ لرونکي عبدالولي پژواک ته وويل چې په ژمي کې د روغتون خونو ګرمولو په برخه کې هم ستونزې شته او د روغتون کارکوونکي هم ډېر مسلکي نه دي.

ولي زياته کړه: ((دا شفاخانه ۵۰ بستره لري، که ضرورت شي حتی ۶۰ بسترونو ته هم زياتېدای شي، خو اوس يې ۲۰، ۲۲ يا ۲۵ بسترونه فعال وي؛ له خپلو دولتي ادارو او موسـسو دا غواړو چې د دغه روغتون پوره تجهیز ته توجه وکړي.))

همدارنګه د ځوانانو پارلمان غړی احمدالله احمدي هم له روغتونه د ليدنې په ترڅ کې پژواک ته وويل چې په روغتون کې د ځينو طبي برخو کموالی هم خلک نورو ځايونو ته د ناروغانو لېږدولو ته اړ کوي.

احمدي زياته کړه: ((دلته التراساونډ هم نشته چې د ولادي ناروغيو پر مهال ضروري وي، خلک وايي چې ځيني وخت د شپې د باندې هم دواخانې او معاينه خانې بندې وي، نو خلک له سختو مشکلاتو سره مخ کېږي.))

د ياد روغتون سرطبيب ډاکتر عظيم هم ځينې ستونزې مني او وايي چې د تشکيل له کموالي سره مخ دي او د هډوکو او ټلويزيوني معايناتو د څانګو نه شتون يې نورې ستونزې دي.

عظيم وويل چې په مياشتني ډول د شاوخوا ۲۰۰ ولادي ناروغانو په ګډون له اوو تر ‍۱۰زره ناروغان ورته مراجعه کوي.

نوموړی وايي: ((له ۲۰ ــ ۲۵ بسترونه موږ اوس لرو او فعال وي، خو دا چې اوس د شفاخانې د ترميم کارونه روان دي، نو چې کله ترميم پوره شي، موږ هڅه کوو چې ټول فعال کړو، له رياست او مسولې موسـسې سره مو دا مسايل شريک کړې دي.))

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې د عامې روغتيا وزارت مرستيال وحيد مجروح په مشرۍ يو پلاوي ګردېز ته د سفر پر مهال وويل چې په دغه ولايت کې روغتيايي ستونزې ډېرې دي او د حل لپاره يې اړين اقدامات کوي.