منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۵ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

ننګرهار کې هغه لابراتوارونه تړل شوي چې له جواز پرته یې د کرونا ټیسټونه کول

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۸۳ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۳ مرغومی ۹۹): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست له لوري په دغه ولايت کې په غير معياري او ناقانونه توګه د کرونا ويروس د معايناتو ترسره کوونکي پنځه لابراتوارونه وتړل شول.

مسوولين وايي، کمپاين روان دی او هغه نور لابراتوارونه به هم وتړل شي چې دغه کار ترسره کوي.

په کابل کې د پاکستان سفارت د ډيسمبر به ١٢مه (د ليندۍ په۲۲مه) اعلان وکړ چې د کرونا دويېمې څپې ته په کتو به له دې وروسته له دوولس کلنۍ پورته هر افغان چې د تورخم او چمن دروازو له لارې پاکستان ته ځي، بايد RT-PCR يا د کرونا ويروس معايناتو پايله له ځان سره ولري.

له دې وروسته د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې بېلابېلو لابراتوارونو په غير معياري او نا قانونه توګه د کرونا د تشخيص چاره پيل کړه چې له خلکو يې پرې ډېرې پيسې هم اخېستې او تورخم دروازه کې د پاکستاني مسوولينو له لوري ياد معاينات نه منل کېدل.

د خلکو د شکايتونو له امله د ننګرهار د عامې روغتيا رياست کمپاين پيل کړ چې دغه ډول لابراتوارونه بند کړي او خلکو ته يې لارښوونه وکړه چې يوازې تاييد شويو لابراتوارونو ته ورشي.

د عامې روغتيا رياست وياند، ډاکتر ظاهر عادل د مرغومي په دريېمه پژواک اژانس ته وويل چې د روغتيايي قوانينو پلټنې لوی مديريت له لوري په جلال اباد ښار کې هغه پنځه لابراتوارونه چې په غير قانوني ډول يې د کرونا ويروس معلومولو په موخه معاينات کول، وتړل.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په تړل شوو لابراتوارونو کې د ابن سيناء، اتحاد، شايق، سيټي او الشفاء لابراتوارونه شامل دي.

عادل د لابراتوارونو مسوولينو ته خبر ورکوي، څو له جواز پرته د کرونا ويروس معلوملو په موخه له معايناتو ډډه وکړي او له سرغړوونکو سره به د قانون له مخې چلند کېږي.

هغه له خلکو هم وغوښتل چې يوازې تاييد شوو لابراتوارونو باندې د کرونا ويروس د تشخيص معاينات ترسره کړي او زياته يې کړه، د کرونا تجريد روغتون کې دا اسانتيا نشته چې د سفرونو په خاطر دې د خلکو معاينات ترسره کړي.

په ورته وخت کې د ننګرهار ولايتي شورا مرستيال اجمل عمر پژواک اژانس ته وويل، دا د غريبو هېوادوالو پر وړاندې لويه ستونزه ده؛ ځکه په يوه معاينه له دوه زره نيولې تر څلور زره افغانيو اخيستل کېږي، بايد په دولتي کچه دې چارې ته يو سيستم رامنځته شي.

د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اوسېدونکی سيد ولي چې په تورخم کې پورې طرف ته له اوښتو منعه شوی، د کرونا معاينات ورسره نه و، وايي، هره ورځ سلګونه کسان له دې ستونزې سره مخ کېږي، بايد حکومت ورته يو پلان جوړ کړي.

په دې وروستيو کې د کرونا د دويمې څپې د راتلو وېره ډېره شوې او په ګڼو هېوادونو کې چې پېښې ډېرې شوي، عمومي قرنطينونه اعلان شوي دي.

د يادونې ده، تر اوسه په هېواد کې څه باندې ٥١ زره کسان پر کرونا اخته، ٢٠١٠ کسان مړه او تر ٣٠ زرو ډير بېرته روغ شوي دي.