کابل (پژواک، ٣ مرغومى ٩): د افغانستان د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتي چې د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره دې بهرنيو هېوادونو ته له تګ څخه ډډه وکړي.
د عامې روغتيا وزارت له خوا د مرغومي په ٣مه، پژواک اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې له ټولو هېوادوالو څخه غوښتنه شوې، چې په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره بهرنیو هېوادونو ته له تلو څخه ډډه وکړي.
دغه راز د عامې روغتیا وزارت مسافرینو ته خبرداری ورکوي، چې د کرونا ویروس د ازمایښت لپاره دولتي لابراتوارونو ته ولاړ نه شي، ځکه چې په دې لابراتوارونو کې د شته ازمایښتونو ظرفیت لږ دی او دا آزمایښت یوازې د شکمنو پېښو او په هېواد کې دننه د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي لپاره دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، د عامې روغتیا وزارت د هېواد د بهرنیو چارو له وزارت سره په پاکستان کې د افغانستان د سفارت له لارې په همغږۍ ياد هېواد ته د تلوونکو مسافرو ستونزو ته د حل لارو د موندلو لپاره له پاکستان سره په اړیکه کې دی.
خو دغه وزارت زياته کړې، چې د پاکستان حکومت اندېښنه لري چې ډېر سفرونه به په دواړو هېوادونو کې د کررونا ویروس د لا خپرېدو لامل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان، پاکستان او يو شمېر نورو هېوادونو کې د کرونا دويمه څپه په تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده او پاکستان افغان مسافرينو ته د کرونا ټسټ لازمي بللى دى.









