منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۸ غ.و
۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

عثماني: د اتو دستګاوو په فعالولو سره د اکسېجن له اړخه د کرونا ناروغانو ستونزه هوارېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۲ کتنې

کابل (پژواک، ٣ مرغوى ٩٩): د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني د مرکز او ولایتونو په روغتونونو کې د اکسېجن عاجلې اړتیا ته په اشارې سره وايي چې د اکسېجن د تولید ۸ دستګاوو له نصب سره به د کرونا ناروغانو د اکسېجن ستونزه حل شي.

له ارګه د مرغومي په ٣مه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کرونا وبا له دویمې څپې سره د مبارزې غونډه نن سهار په ګلخانې ماڼۍ کې ترسره شوه.

سرچينې زياته کړې، په پیل کې د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني د مرکز او ولایتونو په روغتونونو کې د اکسېجن عاجلې اړتیا ته په اشارې وویل، د اکسېجن د تولید ۸ دستګاوو له نصب سره به د کرونا ناروغانو د اکسېجن ستونزه حل شي.

نوموړي د کابل دولتي روغتونونو ريیسانو سره د مرکز د ۱۷ او ۱۰ ولایتي روغتونونو او د ICU بېړنيو پروژو خدمتي برخو د یو کال اړتیا وړ درملو او طبي تجهیزاتو فاینل شوی لېست، وړاندې کړ.

عثماني وویل، پاکستان ته د تلونکو مسافرو د PCR ټېسټونو ستونزه د حل او اسانتیاوو په موخه د بهرنیو چارو وزارت له لارې له پاکستان سره شریکه شوې ده.

وروسته د افغانستان د طبي عالي شورا رييسې ډاکتر نسرین اوریاخېل د افغان جاپان روغتون د وضعیت او د ولسمشرۍ د عالي مقام ځانګړې دستیارې ډیوه صمد په ۳۴ ولایتونو کې د اکسېجن او د  پرسونل د محافظتي وسایلو وضعیت په اړه خپل راپورونه او معلومات شریک کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني د هغوی د راپورونو له اورېدو وروسته د عامې روغتیا وزارت ته دنده وسپارله چې په دوو اونیو کې د اکسېجن د اړتیا او امکاناتو په اړه واضح راپور چمتو  او حکومت پر هغه اساس عاجل اقدامات وکړي.

هغه د عامې روغتیا وزارت دې د کوویډ- ۱۹ جوړېدونکو روغتونونو اړتیاوې مشخصې کړي چې پر وخت ورته رسېدنه وشي. همدارنګه دې د کرونا له دویمې څپې سره د مبارزې پر مهال د ډاکترانو او روغتیایي کارکوونکو په معاشونو کې د ځنډ د مخنیوي لپاره واضح پلان ترتیب کړي.

ولسمشر غني د غونډې په پای کې وویل، عامې روغتیا وزارت باید د کرونا له دویمې څپې سره مبارزې ته د ځانګړو شوو منابعو او اقداماتو راپور وخت پر وخت او وضاحت له خلکو سره شریک کړي او دوی خلکو ته ځواب ویونکي دي.

د يادونې ده، تر اوسه په هېواد کې څه باندې ٥١زره کسان پر کرونا اخته، ٢٠١٠ کسان مړه او تر ٣٠ زرو ډير بېرته روغ شوي دي.