کابل (پژواک، ۸ مرغومی ۹۹): د حج او اوقافو وزیر وایي چې په افغانستان کې داسې يو اسلامي نظام د منلو وړ دى چې د نورو اسلامي هېوادونو له خوا تاييد شوى وي.
دغه څرګندونې د حج او اوقافو وزير محمد قاسم حليمي د مرغومي په اتمه کابل کې په يوې خبرې غونډه کې وروسته تر هغه وکړې چې تر دې وړاندې وسله والو طالبانو په کراتو په افغانستان کې د اسلامي نظام پر رامنځته کولو ټينګار کړى دى.
حليمي د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې په افغانستان کې داسې يو اسلامي نظام د منلو وړ دى چې د نورو اسلامي هېوادونو له خوا تاييد شوى وي.
هغه دا هم وويل، د حج او اوقافو وزارت غواړي چې د افغانستان د بهرني سیاست په چوکاټ کې له نورو هېوادونو سره مذهبي او دیني اړیکې ولري.
د حليمي په وينا، ټاکل شوې چې د افغانستان د جګړې او سولې په اړه د آسيا په کچه د ديني عالمانو يو لوى کنفرانس جوړ شي.
ده وويل چې په دغه کنفرانس کې به د افغانستان د جګړې او سولې په اړه يو پرېکړه ليک هم صادر شي.
هغه زياته کړه چې افغانستان ته د اندونيزيا هېواد د جوماتونو شورا د مشر يوسف کالا د سفر پرمهال يې ورسره خبرې کړي ترڅو د افغان ښځينه علماوو د ظرفيت لوړونې په موخه په خپل هېواد کې ورته د روزنې زمينه برابره کړي.
د حليمي په وينا، د اندونيزيا هېواد ورسره ژمنه کړې چې د افغانستان د هغو ديني عالمانو اولادونو ته به د زده کړو زمينه برابروي چې د منبر او محراب په لار کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړى وي.
ده زياته کړه: ((د دغو زده کړو لپاره هغوى بورسونه د حج او اوقافو وزارت ته ورکوي او موږ يې بيا د يوې کمېټې له لارې وېشو.))
وزير نيوکه وکړه چې په تېرو ٢٠ کلونو کې په افغانستان کې يواځې د حج برخې ته کار شوى، خو تر دې وروسته به ارشاد او اوقافو برخو ته هم کار کيږي.









