ژبه

کابل (پژواک، ۸ مرغومى ۹۹): د کابل ښار د اوومې امنيتي حوزې په اړونده سيمه کې د مرکزي احصايې د کارمندانو پر کاسټر موټر چاودنه شوې چې له امله يې یو تن وژل شوی او ۱۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرزوويل، دغه چاودنه نن له غرمې وروسته څه کم څلور بجې د کابل ښار د اوومې امنيتي حوزې اړوند د ګذرګاه په سيمه کې شوې ده.

ده زياته کړه، يو ماين چې د وطن د دښمنانو له خوا په يوه بايسکل کې ځاى پرځاى شوى و، چاودنه کړې، چې په پايله کې يې یو ملکي وګړی وژل  شوی او ۱۳ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، پېښه تر څېړنې لاندې ده.

د مرکزي احصايې ادارې د وياند دفتر پژواک ته وويل چې د دغې ادارې د کارمندانو پر کاسټر موټر د مقناطیسي ماين چاودنه شوې ده.

تراوسه کومې ډلې د دغې چاودنې مسووليت نه دى منلى.