کابل ( پژواک,۲۹مرغومی۹۹): په قطر کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي د ورپېښې ناروغۍ له امله نن سهار ومړ.
یوې حکومتي سرچینې پژواک ته تایید کړه چې سفیر دلیلي د مرغومې په ۲۸مه سهار مهال ناروغ شوی او نن سهار د دوحې په یوه روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو.
ولسمشر اشرف غني د عبدالحکیم دلیلي په مړينه خواشيني څرګنده کړې او ويلي يې دي چې هغه د هېواد او ولس د رښتیني خواخوږي او خدمتګار په توګه په قطر هېواد کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ډېر ښه استازیتوب وکړ.
هغه زياته کړې، قطر هېواد ته په وروستي رسمي سفر کې قطري مقاماتو، د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکي پلاوي او په یاد هېواد کې مېشتو افغانانو څو ځلې د نوموړي د ښو کړنو او خدمتونو یادونه او ستاینه وکړه، د نوموړي مړینه د افغانستان لپاره لویه ضایعه ده.
د ملي روغې جوړې شورا رييس ډاکتر عبدالله عبدالله د هغه په مړينه خواشيني څرګنده کړې او ويلي يې دي چې دليلي، يو هېوادپاله او باظرفيته شخصيت و، چې د سيمې او نړۍ له مناسباتو ښه اګاه و. هغه له قطر او عربي نړۍ سره د افغانستان د اړيکو په رغولو او پراخولو کې د پام وړ رول درلود.
هغه زياته کړې، د سولې مذاکراتو په جريان کې او د مذاکراتو له پيل وروسته، د سولې د خبرو اترو پرمخ بېولو او تسهيل کولو کې د سفير دليلي ونډه خورا غښتلې او پياوړې وه.
عبدالله ويل، له شک پرته چې د سفير دليلي ناڅاپي مړينه د افغانستان دېپلوماتيکې دستګاه او سياسي ټولنې ته ستره ضايعه ده.
عبدالحکيم دليلي له پخوا څخه په قطر کې اوسېدلى او همالته يې دانجنيرۍ په برخه کې لوړې زدکړې وکړې او بيا په پوهنتون کې د استاد په توګه مقرر شو.
نوموړى يو نيم کال مخکې د ٢٠١٩ زېږديز کال په جون مياشت کې د افغانستان د حکومت له خوا په قطر کې د لوى سفير په توګه وټاکل شو.
هغه له تېر يو نيم کال راهيسې د افغان سولې پروسه کې ډېر فعاله ونډه لرله او په قطر کې يې له بېلا بېلو سفيرانو او ډيپلوماتانو سره تل ليدل کتل کول.
ويل کېږي، چې هغه د استاد سياف په مشرۍ د دعوت ګوند سره تړاو درلود.
ددغه ګوند مرکزي غړي او د ولسي جرګې غړې حبيب الرحمن سياف په يوه خبرپاڼه کې د عبدالحکيم دليلي مړينه تاييد او پرې يې ژوره خواشيني څرګنده کړې ده.









