جلال اباد (پژواک، ۱۰ مرغومی ۹۹): د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د ۴۵ میلیون افغانیو په لګښت ۵۰ بستریز روغتون جوړ شو او د ۷۵ ميليون افغانيو په لګښت لس کيلومتره سړک جوړیږي.
د روغتون ودانۍ نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه او د سړک د جوړولو کار هم نن پیل شو.
چارواکي وایي، دغه ودانۍ د روداتو ولسوالۍ د پېوې کنډو په سيمه کې د عامې روغتيا ادارې د پنځه څلویښت ميليونه افغانيو په لګښت جوړه شوې ده.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نصير احمد درانی وایي چې د ياد روغتون لپاره تشکيل منظور شوی او ډېر ژر به تجهيزات هم ورکړل شي. د هغه په خبره، له دغه روغتون څخه د روداتو ولسوالۍ ترڅنګ د هسکې مېنې او چپرهار ولسواليو خلک هم ګټه اخیستلی شي.
دغه راز نن په روداتو کې د نږدې لس کيلومتره سړک د جوړولو او قیر کولو کار هم پیل شو.
چارواکي وایي چې د دغه سړک پروژه به د ۷۵ ميليونه افغانيو په لګښت په ۱۸ میاشتو کې بشپړه شي.
د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل په نننیو یادو مراسمو کې وويل، چې دغه سړک پنځه متره پراخوالی لري او په اوږدو کې به يې ۳۵ پلچکونه، ۵۳۰ متره اوږد استنادي ديوال او ۱۲۳۵ متره د ويالو غاړې هم جوړې شي.
د سيمې خلک د یاد سړک د چارو په پيل او د روغتون په جوړېدو خوښ دي او وایي چې په جوړېدو سره به يې د سړک د نشتوالي او درملنې برخه کې شته ستونزې حل شي.
د روداتو قومي مشر ولايت خان وويل، ولس به هم د دغه سړک له جوړېدو څارنه کوي، خو حکومت بايد قوي نظارت ترسره کړي، ځکه د پروژو تطبيق کوونکي ولس ته په اسانۍ د نظارت حق نه ورکوي.
بل قومي مشر ملک لطف الرحمن غوښتنه وکړه چې یاد روغتون ژر فعال کړل شي.









