منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۰ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د ننګرهار خوږياڼو کې ديو کلينيک د ودانۍ نشتوالي خلکو له ستونزو سره مخ کړي

Array
· ۳ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۰ مرغومی ۹۹): د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ يو کلينيک چې يو کال وړاندې يې د جوړولو چارې پيل شوې وې، تر اوسه يې ودانۍ نه ده جوړه شوې چې له امله يې خلک له ستونزو سره مخ دي.

د مملې سيمې اوسېدونکي وايي، ياد روغتيايي مرکز ته ځمکه هم د سيمې يو شخص ورکړې او چارديوالي يې د ځوانانو ټولنې ترسره کړې، خو حکومت له څو ځلي ژمنو وروسته بيا هم ودانۍ نه جوړوي.

ځايي خلک او د کلينيک کار کوونکي وايي، د ورښتونو په وخت يې د خلکو درملنه له ستونزو سره مخ وي، ځکه اوس په خېمو کې اوسېږي او د باران پر وخت د کلينيک انګړ له اوبو ډک وي.

دغه کلينيک کلونه په يو کرايه کور کې و چې هغه هم د روغتيايي اصولو خلاف ودانۍ وه چې بيا د خلکو په هلو ځلو ورته دغه ځای ځانګړی شو.

تورپيکۍ چې دغه کلينيک ته د درملنې لپاره راغلې وه، وايي چې د ښځينه ناروغانو لپاره هېڅ اسانتياوې نه لري.

هغې زياته کړه: ((زموږه ستونزه دا ده چې يوه ښايسته شفاخانه جوړه شي، د ښځو ورځ بېله شي د نارينه جدا شي، امبولانس بايد راولېږي ځکه د کليو ښځې چې ناروغې شي په کټ کې يې راوړي، د دوا مشکل هم دی.))

يوه بله مېرمن چې نه يې غوښتل نوم يې نشر شي پژواک ته يې وويل، غوښتنه يې دا ده چې دغه روغتيايي مرکز ته ودانۍ جوړه شي او د خلکو ستونزې حل شي، ځکه د باران او سختې ګرمۍ پرمهال خلک نه شي راتللی.

د سيمې يوه قومي مشر مامور نورسلام هم پژواک اژانس سره خبرو کې ټينګار وکړ چې د دغه روغتيايي مرکز د ودانۍ نشتوالي خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

دی وايي، کلينيک ته ځمکه يو کليوال وقف کړه، چارديوالي يې د مملې د ځوانانو شورا په خپلو پيسو وکړه، خو حکومت له ډېرو ژمنو سره سره بيا هم د ودانۍ جوړېدو کار نه دی پيل کړی.

د مملې د دغه روغتيا مرکز مشر ډاکټر عبدالحليم وايي، دا کلينيک تر دې وړاندې په يو شخصي کور کې و چې درې خونې يې درلودې او هغه هم د روغتيا په معيار برابرې نه وې.

دی وايي، اوسنی ځای د خلکو له خوا ورکړل شوی، چارديوالي يې هم وکړه، خېمې د اډا په نوم همکارې موسسې ورکړې خو ودانۍ يې لا نه ده جوړه شوې.

دی وايي، کله چې باران وي نو بيا درملنه نه کېږي ځکه انګړ له اوبو ډک وي، خېمو ته ورتګ نه کېږي او د باران له وجې د کلينيک ځينې وسايل هم خراب شوي دي.

بلخوا د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل پژواک ته وويل، د دغه روغتيايي مرکز د ودانۍ جوړېدو غوښتنليک يې روغتيا وزارت ته لېږلی چې د ۱۴۰۰ مالي کال بوديجه کې يې پلان کې ونيسي او د جوړېدو چارې يې پيل کړي.

هغه ډاډ ورکړ چې دا موضوع به وخت په وخت تعقيبوي چې د خلکو ياده ستونزه ورسره حل شي.

د يادولو ده ننګرهار کې ټول ۱۵۷ روغتيايي مرکزونه دي چې له ډلې يې څلور لوی او په ولايتي کچه دي او پاتې زياتره يې په ولسواليو کې دي او ګڼ هغه يې خپلې ودانۍ نه لري.