منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۶ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په ۲۲ ولایتونو کې د ۱۶۵ میلیون ډالرو په لګښت بېلابېلې پروژې پلې کیږي

Array
· ۳ دقیقې لوستل · ۹۵ کتنې

کابل (پژواک، ۱۰ مرغومی ۹۹): د ولسي تړون او کارموندنې ملي پروګرام له لارې، د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د ۱۶۵ میلیون ډالرو په لګښت بېلابېلې پروژې پلې کیږي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلی چې نن د ولسمشر محمداشرف غني په حضور کې د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې د رئیس شمیم خان کټوازي او د اکټیډ موسسې د رئیس فرانسس هریشر او او اې اېن سي سي (ANCC ) موسسې رئیس فرهاد کریمي ترمنځ د ولسي تړون او کارموندنې ملي پروګرام د پراختیایي پروژو تړونونه لاسلیک شول.

د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس شمیم خان کټوازي په دغو مراسمو کې ویلي چې د هېواد لسو نورو ښارونو ته د ولسي تړون ملي پروګرام غځولو او دوولسو ښارونو کې د کارموندنې تړونونه له همکارو موسسو سره لاسلیک شول.

د هغه د معلوماتو له مخې، په جلال اباد، کندهار، هرات او مزارشریف ښارونو کې په درې کلونو کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې د ۱۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۹۱۴ پروژې تطبیق شوي چې هلمند، غزني، فراه، پروان، جوزجان، بدخشان، پکتیا، لوګر، نیمروز او بلخ ولایتونو ته د دې پروګرام غځولو سره به د ۴۵ میلیون ډالرو په لګښت بېلابېلې پروژې پلې شي.

کټوازی وایي، د کارموندنې پروګرام دویمه برخه کې به په جلال اباد، لغمان، کونړ، نورستان، هرات، غور، تخار، کندوز، بغلان، خوست، کندهار او فاریاب ولایتونو کې د ۱۲۰ میلیون ډالرو په لګښت په څلورو کلونو کې بېلابېلې پروژې د ولس په خوښه پلې شي.

د هغه په وینا، ۱۲۰ زره خلکو ته د کاري زمینو ترڅنګ به کارموندنه باثباته او دوامداره شي او په دویم پړاو کې دې لسو هغو ښارونو ته چې لږ انکشاف یې کړی دا پروګرام وغځول شي.

د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر محمد اشرف غني په یاده ناسته کې ویلي چې د یاد پروګرام په پلي کېدو سره به د هغو کسانو په ژوند کې ښه والی راشي چې د کرونا او دوامدارې بې وزلۍ له امله یې په اړوندو ښارونو کې ژوند زیات زیانمن شوی دی.

هغه زیاته کړې:« دا اوسنی کار په اتلسمه او نولسمه پېړۍ کې هم  ایجادېدلای شو. له دولتي او بین المللي همکارانو د یویشتمې پېړۍ کار ایجاد غواړم، ځکه د کار تعریف بدل شوی او په اساسي ډول باید تعریف شي. د دنیا له ډیجيټلي کېدو سره دا کارونه نوره نتیجه نه ورکوي.»

ده وایي چې د نوي نسل لپاره د کار موندنې ډول باید په اساسي توګه بدلون ومومي.

هغه زیاتوي:«د مولدیت له پلوه موږ په نړۍ کې کم کارګر لرو او زموږ کلیدي نقطه د تشبث ایجاد دی. افغانان په طبیعي ډول زیات متشبث دي او چېرې چې نظم وي هلته زیات ځلېدلي دي. د شرکتونو او فردي تشبث لپاره باید هراړخیز محیط ایجاد شي.»

ولسمشر د شمیم خان کټوازي وړاندیز ته په اشارې وویل، پاتې ښارونو ته د پروګرام غځول اړین دي، خو د ښارونو شبکه باید جوړه شي، ښارونه او کلي سره وصل شي تر څو ښار او کلی د ارزښت په زنځیر سره وتړل شي او افغانستان د خپلو وارداتو ډېره برخه په خپله تولید کړي.

هغه وایي چې په تېرو نولسو کلونو کې د کلي او ښار ارتباط کمزوری شوی، د کارموندنې له دې فرصت څخه باید اعظمي استفاده وشي، دعاجلې کارموندنې ترڅنګ باید د داسې دوامداره کار بنسټ کېښودل شي چې د تشبث لامل شي او د ښځو رول ته په کې اساسي پام وشي.