ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل- جلال اباد پر لويه لار د موټرو ټکر پېښه کې نهو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
31 Dec 2020 - 11:32
author avatar
31 Dec 2020 - 11:32

مهترلام (پژواک، ١١ مرغومى ٩٩): د کابل- جلال اباد پر لويه لار د ترافيکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د لغمان د والي وياند عبيدالله دولتزي د مرغومي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ماښام د کابل- جلال پر لويه لار د لغمان اړوند د عزيز خان کڅ په سيمه کې ترافيکي پېښه رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې دغه پېښه د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې او مرګ ژوبله هم لري.

د نوموړي په خبره چې په ياده پېښه کې درې کسان مړه شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د دولتزي د معلوماتو له مخې، ټپيان د درملنې په موخه د ننګرهار ولايتي روغتون ته انتقال شوي دي.

د يادونې ده، ډېرى مهال دغه ډول پېښې د موټر چلوونکو بې احتياطۍ او يا هم د سړکونو خرابوالي له امله رامنځته کېږي.

Visits: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.