جلال اباد (پژواک ۱۱مرغومی ۹۹): د ننګرهار ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې د مملې تاريخي بڼ بيارغونې غوښتنه کوي او وايي، که دغه باغ بيا ورغول شي، د نړيوالو سيلانيانو پام به ځان ته واړوي.
دا باغ چې ويل کېږي د شاه جهان پاچا د لور مملې او د هغې د زوی له لوري جوړ شوى، شاوخوا پنځه سوه کاله تاريخي مخینه لري او د افغانستان په تاریخ کې هم د ډېرو شاهانو د تفریح او چکر ځای و.
د مملې باغ د جلال اباد ښار په ۴۲ کيلومترۍ کې پر ۶۰ جريبه ځمکه رغول شوی، دنګ چينارونه، روانې اوبه او د نرګس ګلونو دغه باغ ته لا ښکلا وربښلې ده.
دا سيمه چې له ډېرو کلونو په نا امنۍ کې پاتې شوه وه، يو کال مخکې د سيمې د خلکو په ملاتړ او د امنيتي ځواکونو د عملياتو په پایله کې امن شوه او دغه باغ ته د سيلانيانو ورتګ پيل شو.
خو ځايي خلک وايي، حکومت هماغه وخت د دغه باغ د بيارغونې ژمنه کړې وه خو تر اوسه په کې يوه خښته پر بله نه ده ايښودل شوې او حتی ځيني ځايونه يې د ړنګېدو په حال کې دي.
د مملې سيمې يو قومي مشر مامور نور سلام د دغه بڼ د تاريخ په اړه وايي چې دا بڼ د شاه جهان پاچا د لور او زوی له لوري شاوخوا پنځه سوه کاله وړاندې جوړ شوی دی.
هغه پژواک ته وويل: ((مشران کيسې کوي چې هغه وخت به خلک په نغارو راټولېدل نو په يوه نغاره د دغه باغ بنسټونه اېښودل شوي او په بل يې ونې کرل شوې، دلته يوه لويه تيږه وه چې پرې ليکل شوي وو، “به اسم دراشکو، یک باغ ساختېم در زېر کوه” چې دراشکو د شاه جهان پاچا د زوی نوم و او زېر کوه نه يې موخه همدا د سپين غره لمن ده.))
هغه وايي، دا بڼ د هېواد يو ژوندی تاريخ دی چې بېرته بايد ورغول شي څو راتلونکي نسلونه عن ترې خبر شي او هم د سيلانيانو پام ور واوړي.
هغه زياته کړه، يو کال وړاندې چې د خلکو په همکارۍ دا سيمه امن شوه نو شاه محمود مياخېل چې هغه مهال د ننګرهار والي و، خلکو ته يې ډاډ ورکړ چې د واحد عملياتي په نوم ادارې له لوري دغه بڼ بيارغول کېږي.
د عرفان الله عرفان په نوم د سيمې يو اوسېدونکی وايي، څو ځلې دا ژمنې حکومت تازه کړې خو هېڅ اقدام په کې ونه شو او زياتوي که دغه ځای ورغول شي د کورنیو او نړيوالو سيلانانونو پام به ور واوړي او هم به د عوايدو لپاره يوه سرچينه شي.
هغه زياته کړه، مملې باغ په تېرو څلورو لسيزو کې خلکو د سر په بدل ساتلی خو اوس چې بيارغونې ته اړتيا لري، حکومت خپله دنده سمه نه ترسره کوي.
هغه زياته کړه: ((يو وخت د مجاهدينو حکومت کې مجاهدين راغلل او د باغ ونې يې چپه کولې خو خلکو پرې نه ښودل، جګړه شوې وه چې په کې څلور کسان شهيدان شوي هم وو، بل وخت وچکالي راغلې وه بيا دوه شپې او دوه ورځې خلکو پر خپلو پټو اوبه بندې کړې او باغ ته يې وقف کړې خو حکومت تر اوسه هېڅ نه دي کړي.))
د سيمې يوه بل اوسېدونکي حميد الله پژواک اژانس ته وويل، دا سيمه تازه امن شوې او د بڼ تاريخي ارزښت او طبیعي ښکلا ته په کتو هره ورځ خلک دغه بڼ ته د ليدو په خاطر ورځي چې د جمعې په ورځو کې يې نندارچيان لا زيات وي.
دی وايي، که د بيارغونې برخې ته يې پاملرنه وشي، نو د داخلي سيلانيانو سربېره به د نړيوالو سيلانيانو پام هم ور واوړي.
د ننګرهار ولايتي اداره وايي چې د دغه بڼ بيارغونې لپاره يې پر دوو پروژو کار روان کړی چې يوه يې د ساختمان بيارغونه او بله يې هم د بڼ د ونو بوټو بيا احيا ده.
د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل پژواک ته وويل، د مملې باغ بيارغونې او شينوالي پلان او ډيزان جوړ شوي چې ۴۱ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
هغه زياته کړه: ((دا د وزارت زراعت په پلان کې ده او زه اميدوار يم چې په ۱۴۰۰ کال کې دې ته توجه وشي، او زه شخصاً دا به تعقيبوم چې تر څو مملې باغ بيا ورغول شي.))
د يادونې ده، د مملې باغ ترڅنګ د سراج العمارت، امير شهيد او يو شمېر نور تاريخي بڼونه چې ننګرهار کې موقعيت لري او ځايي خلک يې د بيارغونې غوښتنه کوي.









