ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې د حقاني شبکې شپږ کسان نیول شوي

author avatar
31 Dec 2020 - 11:23
author avatar
31 Dec 2020 - 11:23

ښرنه (پژواک، ١١ مرغومى ٩٩): د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د شپږو ماين خښوونکو په ګډون ١٢ کسان د بېلابېلو جرمونو ترسره کولو په تور نيول شوي دي.

د پکتيکا د ملي امنيت يوې سرچينې د مرغومي په ١١مه رسنيو ته وويل چې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د حقاني شبکې شپږ اړوند شپږ ماين خښوونکي نيول شوي دي.

ده وويل چې دغه کسان په مرکز ښرنه کې نيول شوي او پر خپلو جرمونو يې اعتراف هم کړى دى.

سرچينې زياته کړه: ((دغو کسانو د مرکز ښرنې او ځينو نورو سيمو په چاودنو کې لاس درلود.))

بل لور ته د پکتيکا امنيې قوماندانۍ مرستيال وياند لعل اميري د يادو کسانو نيول کېدو په اړه څه ونه ويل خو زياته یې کړه چې تېره ورځ پوليسو په مرکز ښرنه کې شپږ قماربازان له لسګونه زره افغانيو سره نيولي دي.

بل لور ته د افغان دولت وسله والو مخالفينو د يادو څرګندونو په تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د پلازمېنې کابل ترڅنګ په نورو ولايتونو کې هم د چسپکي ماينونو چاودنې ډېرې شوې چې خلک يې سخت اندېښمن کړي او له حکومته يې د جدي مخنيوي غوښتنه کوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.