ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې یو امنیتي منسوب ټپي شوی او د دولت څلور وسله وال مخالفین نیول شوي

author avatar
4 Jan 2021 - 10:26
author avatar
4 Jan 2021 - 10:26

کابل (پژواک، ۱۵ مرغومى ۹۹): مسوولین وايي چې په کابل ښار کې څلور وسله وال مخالفین نیول شوي او بلخوا د دغه ښار په اتمه حوزه کې د چاودنې له امله یو امنیتي منسوب ټپي شوی دی.

د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز وایي چې یاده چاودنه نن سهار اووه بجې او شل دقیقې د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د کارته نو مارکېټ په سیمه کې شوې ده.

هغه د جزئیات له ورکولو پرته وایي چې په دې چاودنه کې یو امنیتي منسوب ټپي شوی او موټر یې یو څه تخریب شوی دی.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح چې له دوو میاشتو راهیسې د کابل ښار امنیت ور سپارل شوی، په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي: «د کابل پولیسو یو خوندي کور چې د ترهګرو طالبانو اړوند و او په هغه کې یې مقناطیسي ماینونه ساتل کېدل، په اتمه ناحیه کې کشف کړی او څلور تروریستان یې له چاودېدونکو توکو او مقناطیسي ماینونو سره نیولي دي. نن سهار په همدې ناحیه کې د ملي اردو پر یوه موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې چې نېکه مرغه چا ته زیان نه دی اوښتی.

دا په دی حال کی ده چې په دې وروستیو کې په کابل کې چاودنې او هدفي وژنې ډېرې شوي دي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.