کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی ۹۹): سرچینه وايي، ناپېژاندو وسله والو په کابل کې د هېواد هوايي ځواک یو پیلوټ وژلی او دوه کسان یې ټپیان کړي دي.
یوې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن غرمه شاوخوا یوولس نیمې بجې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې ناپېژندو وسله والو د هېواد هوايي ځواک یو پیلوټ وژلی او دوه نور کسان یې ټپیان کړي دي.
سرچینه زياتوي، دغه پېښه د فاضل بېک سیمې د معاملاتو لارښوونې یوه دفتر کې دننه شوې ده چې په پېښه کې د معاملاتو لارښوونې دفتر مالک هم ټپي شوی دی.
د دې پېښې د نورو جزئیاتو په اړه رسماً څه نه دي ویل شوي.
د دې پېښې مسوولیت هم تر اوسه چا نه دی منلی.
له تېرو څو میاشتو راپه دېخوا په کابل ښار کې هدفي وژنې زياتې شوې چې له امله يې خلک اندېښمن دي.