پلخمري(پژواک، ١٨ مرغومی ٩٩): د بغلان پوهنتون لسګونه محصلين وايي چې په دې وروستيو کې د پوهنتون په شاوخوا سيمو کې نا امني زياته شوې او ترڅنګ يې يو شمېر استادان له محصلينو سره دوه ګونى او تعصبي چلند کوي.
دوى دغه څرګندونې د مرغومي په ١٨مه د هغې غونډې په ترڅ کې وکړې چې د بغلان والي هم په کې حضور درلود.
د بغلان پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي محصل یما برنا وویل چې د پوهنتون يو شمېر استادان له زده کوونکو سره قومي، ژبني او سمتي تعصاب کوي.
هغه د چا نوم يا د نه کړ خو زياته يې کړه: ((د پوهنتون په شاوخوا کې ناامني هم ډېره شوې او بل دا چې ځينې استادان هغه کسان چې پېژني او يا يې د ژبې خلک وي هغوى ته نومرې ورکوي او دا نور بيا ناکاموي.))
دغه راز يو بل محصل منيب اسحاقزي وويل چې د استادانو تعصب او دوه ګوني چلند د محصلينو پر زده کړو منفي اغېزې کړې دي، بايد مخه يې ونيول شي.
همدارنګه د بغلان د رضاکارانه ځوانانو ټولنې مرستيال احمدشاه شينواري وويل چې د دغه ولايت ځوانان د زده کړو ترڅنګ په نورو برخو کې هم ستونزې لري چې بايد حل شي.
دى وايي: ((د ښوونکو تعصب او ځينې نور شيان ددې لامل شوي چې يو شمېر محصلين زده کړې په نيمايي کې پرېږدي چې بيا يا له وسله والو مخالفينو سره يوځاى کيږي او يا هم په جنايي او نورو جرمونو لاس پورې کوي.))
په ياده غونډه کې يو شمېر نورو محصلينو هم ورته څرګندونې وکړې او له والي نه يې د يادو ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
د غونډې په پاى کې د بغلان والي محمداکبر بارکزي وويل، هڅه کوي چې يادې ستونزې هرڅه ژر حل کړي.
هغه وويل: ((افغانستان د جګړې په حالت کې دى، موږ په ګرمه جګړه بوخت يو، دا منم چې له ښاره نيولې تر ولسواليو په هره برخه کې ستونزې شته، خو دا چې ټول سره لاس ورکړو او يو د بل همکاري وکړي دا ټولې ستونزې به حل شي.))
د يادونې ده چې د بغلان ترڅنګ په کابل او ځينو نورو ولايتونو کې هم محصلين د استادانو له دوه ګوني چلند څخه شکايت کوي او د حل لپاره يې د حکومت چارواکو جدي اقدام غواړي.