ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار چارواکو او خلکو له ولسمشر سره خپلې ستونزې او وړانديزونه شريک کړل

author avatar
7 Jan 2021 - 14:25
author avatar
7 Jan 2021 - 14:25

جلال اباد (پژواک، ۱۸ مرغومی ۹۹): د ننګرهار والي، وکيلانو او قومي مشرانو له ولسمشره وغوښتل چې په دغه ولايت کې د برېښنا، پوهنې، روغتيا، امنيت، بيارغونې، کرنې او نورو برخو کې یې شته ستونزې ور حل کړي.

دوی دا غوښتنې نن (د مرغومي ۱۸مه) ننګرهار ته د امنيتي وضعيت څېړلو په موخه د ولسمشر د سفر پر مهال په يوه ولسي غونډه کې وکړې.

ولسمشر محمد اشرف غني چې نن ننګرهار ته راغلی و، ورسره د هغه لومړی مرستيال، د ملي امنيت شورا سلاکار، وزيران، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړي او نورو ملتيا کوله.

د ننګرهار ولايتي شورا رئيس احمد علي حضرت په خپلو خبرو کې وويل چې د ننګرهار او ختيځو ولايتونو ولس پر ډيورنډ کرښه د اغزن سيم غځولو مخنيوي غوښتونکي دي.

هغه زياته کړه، د ننګرهار امنيتي وضعیت اوس له پخوا ښه دی، خو د څلورو ولسواليو شېرزاد، خوږياڼي، حصارک او پچير اګام امنيت خراب شوى، هلته بهرنيان اورکزي، پنجابيان او نور راغلي دي.

ده له حکومته وغوښتل چې د دغو بهرنيانو پر ضد قوي عمليات وکړي او سيمې ترې پاکې کړي.

احمد علي وويل، دغه راز په دې وروستيو دوو مياشتو کې د کابل- جلال اباد لويه لاره هم نا امنه شوې چې هېڅ دولتي لوړپوړی شخص او وکيلان خوندي تګ راتګ نه شي کولی.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي امير خان يار وويل، بې روزګاري، د ښوونکو کمښت، د پوليسو تشکيلاتو کموالی او روغتيايي سکټور ته کمه برخه ورکول لويې ستونزې دي.

هغه زياته کړه: ((نن درنه د ۴۰۰۰ ښوونکو د ګومارنې نغده وعده غواړو، د جلال اباد ښار د ۴ حوزو پوليس پر ۹ حوزو وېشل شوي چې بايد دا شمېر زيات شي، د ننګرهار نفوس اوس تر ۴ ميليونو رسېدلی خو حق د یو اعشاريه ۷ ميليونو ورکول کېږي چې لويه ستونزه يې د روغتيا په برخه کې رامنځته کړې ده.))

دی وايي، د سولري برېښنا شبکې رامنځته کېدو لپاره څو کاله وړاندې پرانيسته شوې وه خو تر اوسه يې هېڅ ګټه ولس او سوداګرو ته ونه رسېده چې بايد دغه ستونزې د حل په برخه کې ګام واخيستل شي.

ديني عالم مولوي محمد داوود مجاهد وويل، په ننګرهار کې د ۱۵۰ جوماتونو په رغول کېدو چې سږ کال جوړ شوي، حکومت ثابته کړه چې د ممبر او ارګ ترمنځ واټن کمېدو ته ژمن دی خو وايي، دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتيا ده.

د ننګرهار د قومونو په استازولۍ د ولايتي شورا پخواني منشي ذبيح الله زمري ولسمشر ته د هغه يو شمېر ژمنې وريادې کړې چې په خبره يې په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو او ننګرهار ته د مخکنيو سفرونو پر مهال يې د دغه ولايت له خلکو سره کړې وې، خو تر اوسه هېڅ ژمنه تر عمله نه ده رسېدلې.

هغه زياته کړه: ((موږ ټاکنو کې ځکه ستاسو ملاتړ وکړ او په سختو شرايطو کې مو تاسو ته رايه درکړه چې خپلې ستونزې مو حل شي، تاسو ژمنې وکړې خو عمل نشته. درې کاله وړاندې مو ننګرهار ته د سفر پر مهال د سولري برېښنا شبکې بنسټ ډبره کېښوده خو تر اوسه يې درک نشته.))

هغه غوښتنه وکړه، نور دې ننګرهار کې ټيکه دار ولسوالان او ټيکه دار رييسان چې له کلونو راهيسې په څوکيو ناست دي، لرې او پر ځای دې وړ کسان وګومارل شي.

د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل هم وويل، په کومه ورځ چې يې دنده د ننګرهار د والي په توګه پيل کړې، اندېښنه ورسره وه چې ولس به همکاري ونه کړي، خو لکه څنګه چې يې د ټاکنو پر مهال فعاله ونډه اخيستې، همداسې له حکومت سره هره برخه کې همکار دي او امنيت د همدغو خلکو په همکارۍ ټينګ شوی دی.

ده زياته کړه: ((سپين ږيري يې نظام ته ژمن دي، ځوانان يې شپه او ورځ د نظام د پايښت لپاره هره ورځ قرباني ورکوي، ما د دې پر ځای چې خلک ماته راشي، خپله ولسواليو ته ورغلی يم او د خلکو ستونزې مې له نږدې اورېدلې دي.))

د ننګرهار خلک د پوهنې طرفدار دي، د ښوونکو ستونزې د حل لپاره يې يوه اوونۍ کې ۱۲۰۰ کسانو په رضاکاره توګه د ښوونکي دندې د پيل اراده کړې ده چې ۳۰۰ يې ښځينه ښوونکې دي خو لا هم د ښوونکو له جدي ستونزو سره مخ يو، لږ تر لږه ۴۰۰۰ ښوونکو ته جدي اړتيا ليدل کېږي.

والي له ولسمشره په يو شمېر برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه چې په خبره يې اداري کمپلېکس لپاره ډيزاين جوړ شوی که يې د رغونې چارې يې چټکې شي، د برېښنا ستونزه ده چې اوس خو يو څه حل ده خو اوړي کې ننګرهاريان له ستونزو سره مخ کېږي، د اسلامي پوهنتون رغونې پروسه دې چټکه شي، د سوداګرو لويه ستونزه له تورخم څخه ده چې بايد اسانتياوې برابرې شي، اداري فساد سره مبارزه کې راسره همکاري وکړئ.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.