منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:13 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
سوداګري او اقتصاد

له کابله د ننګرهار ملکي هوايي ډګر ته لومړۍ ازمايښتي الوتنه وشوه

Array
· 2 دقیقې لوستل · 106 کتنې

جلال اباد (پژواک، ١٨ مرغومی ۹۹): د ننګرهار چارواکي وايي چې باختر افغان الوتنه د ننګرهار ملکي هوايي ډګر ته لومړۍ ازمایښتي بریالۍ الوتنه ترسره کړه.

د مسوولينو په وينا، د بهرنيو ځواکونو له لوري افغانانو ته له سپارل کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د جلال اباد ملکي هوايي ډګر کې ملکي الوتنه ترسره کېږي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د مرغومي په ۱۷مه پژواک ته وويل، د ننګرهار ملکي هوايي ډګر ته لومړنۍ ملکي الوتنه په ازمايښتي بڼه په بريالۍ توګه ترسره شوه.

هغه زياته کړه، دا ازمايښتي الوتنه له کابله ننګرهار ته د باختر افغان الوتنه هوايي شرکت الوتکې ترسره کړه.

بلخوا د ننګرهار هوايي چلند ادارې امر رحمت الله شجاع وايي، ننګرهار کې د ملکي هوايي چلند فعالېدل د دغه ولايت د خلکو لويه غوښتنه او اړتيا وه چې له دې ورسته به دا ستونزه حل شي.

هغه زياته کړه، يو شمېر کورنیو هوايي شرکتونو ډاډ ورکړی چې ننګرهار ته به خپلې داخلي الوتنې پيلوي.

د هوايي چلند مشر وايي، د دغه هوايي ډګر ترڅنګ د ختيځ لپاره پر يو بل نړيوال هوايي ډګر هم کار روان دی چې په راتلونکو څو کلونو کې به بشپړ شي.

د جلال اباد هوايي ډګر چې په تېرو اتلس کلونو کې د بهرنيو ځواکونو نظامي اډه پاتې شوې، له طالبانو سره د امريکا له تړون وروسته له دغه ډګره بهرني ځواکونه وتلي او چارې يې افغانانو ته سپارلي چې ټاکل شوې د ملکي پروازونو لپاره ترې ګټه واخېستل شي.

Array