کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۹۹): د سالنګ لویه لار چې د هېواد شمالي ولایتونه له مرکز سره تړي، د سړک یخ وهلو له امله د ټېلري موټرو پر مخ تړل شوې ده.
د سالنګونو ساتنې او څارنې اجرائیه مدیر سمېع ولي زاده د دغه مطلب بیانولو ترڅنګ وویل چې له ټېلر موټرو پرته نور موټر کولای شي د ترافیکي اصولو په پام کې نیولو سره له دې لارې تېر شي.
د سالنګونو ساتنې او څارنې ریاست معلوماتو له مخې، دا مهال پر دې لویه لار چې ۱۰۸ کیلومتره اوږدوالی لري، شاوخوا ۴۵ کیلومتره یې یخ پوښلې ده او په سالنګونو کې د تودوخې درجه منفي ۱۹ سانتي ګراد ده.