کابل (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٩): د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې د ازبکستان وارداتي برېښنا کچه ٣٠٠ ميګاواټو ته لوړه شوه چې تر ډېره ورسره د ښاریانو برېښنا ستونزه هواره شوه.
د ياد شرکت له خوا د مرغومي په ٢١مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ازبکستان برېښنا په تولیدي دستګاوو کې د تخنیکي عوارضو د له منځه وړو په موخه د دغه هېواد له پرله پسې هڅو وروسته، افغانستان ته د برېښنا صادراتو کچه ۳۰۰ میګاواټو ته لوړه شوه.
سرچينې زياته کړې، په ورته وخت کې د ازبکستان وارداتي برېښنا د عادي کېدو لپاره کار په جدي توګه دوام لري څو د برېښنا واردات ۴۵۰ میګاواټو ته ورسېږي.
د يادونې ده، د ازبکستان وارداتي برېښنا کمېدو له ا مله له تېرې يوې اوونۍ راهيسې په کابل او يو شمېر ولايتونو کې خلک له ستونزو سره مخ دي.
له دې مخکې برېښنا شرکت ويلي وو چې ازبکستان افغانستان ته خپله برېښنا له ۳۰۰ میګاواټو ۱۵۰ میګاواټو ته راښکته کړې ده.
سرچينې زياته کړې، دا مهال د کابل ښار ته ۶۵ میګاواټه وارداتي برېښنا او ۱۰۵ میګاواټه د کورنیو سرچېنو تولیدي برېښنا ورکول کېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز د تاجکستان هېواد هم خپله برېښنا له ۹۰ میګاواټو څخه ۶۰ میګاواټو ته راښکته کړې ده.
دا مهال صنعتي پارکونه له برېښنا بې برخې دي، په کابل او ولایتونو کې د برېښنا پرچاوۍ تر سترګو کېږي.
دغه شرکت زياته کړې وه، ویل کېږي چې د ازبکستان برېښنا پنځو دستګاوو کې تخنیکي ستونزې رامنځته شوې چې له امله یې افغانستان ته خپله صادراتي برېښنا راټیټه کړې ده.