ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې د ستوني درد ساري وژونکې ناروغي پیدا شوې ده

جوزجان کې د ستوني درد ساري وژونکې ناروغي پیدا شوې ده

author avatar
10 Jan 2021 - 19:09
جوزجان کې د ستوني درد ساري وژونکې ناروغي پیدا شوې ده
author avatar
10 Jan 2021 - 19:09

شبرغان (پژواک، ٢١ مرغومی ٩٩): د جوزجان ولایت د عامې روغتیا ریاست د دغه ولایت د خانقاه ولسوالۍ اړوند سیمو کې د ستوني د شدید درد ساري او وژونکې ناروغۍ خپرېدو خبر ورکوي، دې ناروغۍ تېره اوونۍ دوه ماشومان مړه کړي دي.

د جوزجان د عامې روغتیا رییس ډاکتر عبدالغفار خوشیوال پژواک ته وویل: ((دغه ناروغي د خانقاه ولسوالۍ په الکرباط کلي کې خپره شوې چې تر ۱۵ کلونو عمر لرونکي ډېری ماشومان پرې اخته کېږي.))

هغه زیاته کړه، کله چې له دې ناروغۍ خبر شول نو د عامې روغتیا ریاست او سرې میاشتې ډاکترانو ډلې ته یې دنده وسپارله چې په سیمه کې له نږدې څېړنې وکړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، له لومړنیو څېړنو وروسته ښکاره شوه چې د دغه کلي د ۵۰ کورونیو ماشومانو پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.

خوشیوال د یادې ناروغۍ اړوند یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ((دغه ناروغي کرونا نه ده، بلکې یو ډول تنفسي ناروغي ده چې د ستوني له شدید درد پیلېږي او ورسره تانسلونه مکروبي کېږي او وژونکې هم ده.))

د عامې روغتیا رییس زیاته کړه، تر اوسه دوه ماشومان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي او په بیړه یې د لازمو تدابیرو او د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي په خاطر یې لس بستره د ماشومانو په افغان ـ ترک روغتون او لس بستره یې په ولایتي روغتون کې تیار کړي دي.

دغه راز نوموړي وویل، پر دې ناروغۍ د اخته پنځو ماشومان سمپل اخیستل شوی، که معلومه شوه چې دغه ناروغي دیفتري ده، نو پر دې ناروغۍ د جوزجان خلکو اخته کېدو او ان د لویانو اخته کېدو خطر هم شته.

دا په داسې حال کې ده چې پر دې ناروغۍ د اخته ماشومانو ځینې کورنۍ شکایت کوي چې په عامه روغتیا ریاست او بازار کې د دې ناروغۍ درملو نه پیداکېږي.

د خانقاه ولسوالۍ د الکرباط کلي اوسېدونکي قرباني چې زوی یې د درملنې لپاره شبرغان ښار ته راوستلی وویل، له ناروغانو سره د ډاکترانو چلند ښه دی. خو د ناروغانو لپاره د وړیا درملو له وړاندې کولو څخه نه دی خبر.

نوموړي وویل، که څه هم نړیوالې ټولنې له عامې روغتیا وزارت سره ډېرې مرستې وکړې خو په روغتونونو کې د ناروغانو او پایوازانو لپاره لازمې اسانتیاوې نه لیدل کېږي.

نوموړي روښانه کړه: ((ان په بازار کې زما د ماشوم لپاره د ستوني درد درمل نه پیداکېږي، نو زه چېرته لاړ شم.))

د ده په خبره، که ناروغ ته یوه کړۍ پلستر هم په کار شي نو پایواز یې باید له بازار څخه واخلي.

قربان وویل: ((نه پوهېږم چې د نړیوالې ټولنې دا ټولې مرستې چېرته ځي او ولې د خلکو ستونزو ته توجه نه کېږي او څوک ورته ځواب نه وايي.))

زیب النسا په نوم ښځې چې له الکرباط کلي یې شبرغان ته د درملنې لپاره ماشوم راوړی وویل: ((ماشوم مې له دوو ورځو راهیسې د ستوني پر سخت درد اخته دی.))

هغه زیاته کړه، ډاکترانو په خانقاه ولسوالۍ کې مشوره ورکړه چې ماشومان شبرغان ته انتقال کړي، خو تر اوسه نه ده توانېدلې چې ماشوم یې ډاکترانو ته وښيي.

نوموړې په دېره مایوسۍ وویل: ((زموږ د ګاونډي ماشوم زما د سترګو پر وړاندې د ستوني له درده مړ شو، په داسې حال کې چې موږ فکر کولو پر یوه ساده ناروغۍ اخته دی.))

د خالدې په نوم ځوانې ښځې چې د کورنۍ ماشوم یې د ستوني د سخت درد پر ناروغۍ اخته دی وویل، مخکې معمولاً د امکان تر کچې د ناروغانو لپاره د اړتیا وړ درمل په وړیا توګه وېشل کېدل، خو نن داسې نه ده.

هغې زیاته کړه، دې مسالې ځینې ناروغانو او پایوازانو ته ستونزې جوړې کړې ځکه هر څوک په بازار کې د درملو د اخیستو توان نه لري.

نوموړې زیاته کړه، مسوولین باید دې ستونزې ته ځواب ووايي او د خلکو ستونزو ته توجه وکړي.

خو د جوزجان د عامې روغتیا رییس پژواک ته وویل، که ثابته شي چې دغه ناروغي دیفتري ده، درمل یې په بازار او عامې روغتیا کې د لاس رسي وړ نه دي.

نوموړي د ناروغانو د شکایت د تایید ترڅنګ وویل: ((موږ دغه موضوع په بیړه د عامې روغتیا وزارت له چارواکو او د روغتیا نړیوال سازمان سره شریکه کړې، څو په دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړي.))

خوشیوال روښانه کړه، دیفتري ناروغي «انتي توکسین» درملو ته اړتیا لري چې ډېری خلک په روغتیايي برخه کې ورته انتي توکسین دیفتري وايي او دغه درمل ډېره کمه پیداکېږي.

نوموړي هیله مندي څرګنده کړه چې یاده ستونزه کنټرول کړي څو پر دې ناروغۍ د ډېرو ماشومانو د اخته کېدو مخه ونیسي.

د جوزجان د عامې روغتیا د رییس د څرګندونو له مخې، تېره اونۍ کې د خانقاه ولسوالۍ په الکرباط کلي چې له ۱۰۰ ډېر ماشومان پر دې ناروغۍ اخته شوي چې په قربانیانو کې یې وه ۱۵ کلنه ماشومه او یو شپږ کلن ماشوم شامل دي.

Visits: 13

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.