ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکي: تېرې سيمې ته دې وارداتي برېښنا ورکړل شي

author avatar
10 Jan 2021 - 19:17
author avatar
10 Jan 2021 - 19:17

ګردېز (پژواک،۲۱ مرغومى ۹۹): د ګردېز اړوند د تېرې سيمې سلګونو اوسېدونکو د دوی سيمې ته د برېښنا نه رسېدو په غبرګون کې لاريون وکړ او ويې ويل چې دغه ستونزه يې بايد هواره شي.

دوی نيوکه کوي چې لرې او د دوی شاوخوا سيمو ته وارداتي برېښنا ورکړل شوې، خو په داسې حال کې چې دوی ښار ته نږدې دي او عمومي پايې هم د دوی له سيمې څخه تېرې شوې، تر دې دمه له برېښنا بې برخې دي.

د تېرې ځوانانو ټولنې غړي حکمت سحر پژواک ته وويل چې له دوی سره څو ځله د برېښنا د ورکړې ژمنه شوې، خو تر اوسه نه ده ورکړل شوې.

سحر وايي: ((موږ مشران او ځوانان له برېښنا رياست څخه ګيله لرو، برېښنا رياست توپيري چلند کوي، د برېښنا په وېش کې عادلانه نه دي. موږ برېښنا غواړو.))

د تېرې سيمې اوسېدونکی رحيم الله احمدزی نيوکه کوي چې مخکې د برېښنا د وېش په پروسه کې د برق پايو ته کيندل کېدونکي ځايونه، کانکرېټ او نور اړين توکي د شرکت له خوا ورکول کېدل، خو اوس دا چارې په خلکو تر سره کيږي.

نوموړي وايي: ((موږ ته تر اوسه هېڅ کار نه دی شوی. په تعليم، صحت او پرمختيايي برخه کې هېڅ کار نه دی شوی. لرې، لرې ځايونو کې کار کيږي، خو موږ د ولايت تر زنې لاندې يو، موږ ته کار نه کيږي.))

د يادې سيمې يو تن قومي مشر حاجي تحصيل وايي، تېره سيمه له برېښنا سربېره په نورو چارو کې هم وروسته پاتې ده.

نوموړي زياته کړه: ((موږ سره ډېر مخکې ژمنه شوې، چې برق درکوو، خو اوس مچغلو، غړک او نورو سيمو ته روان دی او موږ پاتې يو. مخکې د برق ټول کارونه د شرکت او رياست له خوا خلکو ته کېدل، خو اوس دا کارونه هم په خلکو کوي.))

په پکتيا کې د برېښنا شرکت د سيمه ييز دفتر رييس نصرت الله مددزی بيا وايي چې د تېرې د ټولو ۲۰ کليو له ډلې يې ۷ هغو ته برېښنا ورکړل شوې، ۹ تر کار لاندې دي او ۴ يې د ۱۴۰۰ کال په پلان کې نيولي او اوسمهال تر ډيزاين لاندې دي.

مددزي پژواک ته وويل: ((مخکې د پروژې قرارداد په ۲۵ ميليونه ډالر شوی و، خو اوس قرارداد په ۱۰ ميليونه ډالر شوی، موږ خلکو ته وويل چې ستاسو سهميه شته او موږ د بوديجې غوښتنه کړې.))

د يادونې ده چې د ولسمشر غني له خوا په لومړي پړاو کې د ګردېز ښار ۱۴ زره او د وزې ځدراڼ ولسوالي پنځه زره کورونو ته د برېښنا ورکولو ژمنه شوې وه چې دغه کار تر ډېره بريده شوى دى.

Visits: 22

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.