ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تورخم کې د کرونا ټيسټ لازمي دی، خو ټولنيز واټن په پام کې نه نيول کېږي

تورخم کې د کرونا ټيسټ لازمي دی، خو ټولنيز واټن په پام کې نه نيول کېږي

author avatar
10 Jan 2021 - 19:17
تورخم کې د کرونا ټيسټ لازمي دی، خو ټولنيز واټن په پام کې نه نيول کېږي
author avatar
10 Jan 2021 - 19:17

جلال اباد (پژواک، ۲۱ مرغومی ۹۹): د ننګرهار تورخم ښارګوټي له لارې پاکستان ته تلونکي او راتلونکي افغان مسافر وايي، د کرونا ټيسټ يې پرې جبري کړی خو نه د دروازې هغې غاړې او نه هم دې غاړې ته ټولنيز واټن په پام کې نيول کېږي.

دوی غوښتنه کوي چې د کرونا د انتقال خطرات د کرونا د ټيسټ پر ځای د ټولنيز واټن په نه مراعات سره زياتېږي؛ ځکه ټيسټونه جعلي هم جوړېدلی شي خو د ټولنيز واټن نشتوالي له امله د يوه ناروغ په وجه ګڼ روغ کسان پر کرونا اخته کېدلی شي.

د کرونا د دويمې څپې له پيل سره سم د پاکستان حکومت د تورخم او نورو دروازو له لارې دغه هېواد ته د تګ پر مهال د کرونا معاينې اسنادو موجوديت لازمي کړی او هغه چا ته اجازه نه ورکوي چې د کرونا ټېسټ يې نه وي کړی.

په جلال اباد ښار کې د کرونا ټيسټ پر سر ډېرې ګډوډۍ هم رامنځته شوې؛ ځکه لابراتوارونو والا پرته له معاينې د پيسو په مقابل کې خلکو ته اسناد ورکول چې وروسته يو شمېر لابراتوارونه هم وتړل شول او اوس پروسه يو څه کنټرول شوې خو په تورخم کې د ټولنيز واټن په پام کې نه نیولو خلک اندېښمن کړي دي.

افغان مسافر وايي، په تورخم کې د تګ راتګ پر مهال ګڼه ګوڼه زياته ده، نه څوک ټولنيز واټن په پام کې نيسي او نه هم ماسکونه او نور حفاظتي وسايل استعمالوي.

رحمن سعيد چې پېښور ته د تداوۍ په موخه روان و، وايي، د کرونا ټيسټ لازموالی به هېڅ پايله ورنخ کړي؛ ځکه هغه جعل کاري هم کېدلی شي خو که دلته يو تن په کرونا اخته وي نو د ډيرو نورو کسانو د ناروغتيا سبب کېدلی شي.

ميرويس چې له پېښوره جلال اباد ته راستون شوی و، ويل يې هغې غاړې ته هم د ټولنيز واټن مراعات نشته او نه هم څوک ماسک او نور حفاظتي وسايل استعمالوي خو د کرونا ټيسټ له دواړو خواوو لازمي شوی دی.

دوی وايي، يا دې ټولنيز واټن ته توجه وشي او يا دې هم د کرونا ټيسټ موضوع بېرته له منځه يووړل شي.

خو د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي چې ټولنيز واټن په پام کې نيول او د ماسکونو او نورو حفاظتي وسايلو نه استعمال د خلکو خپله ستونزه ده او بايد خلک يې خپله حل کړي.

د عامې روغتيا رياست وياند ډاکټر ظاهر عادل پژواک اژانس ته وويل، د ټولنيز واټن په پام کې نيولو، کرونا څخه د مخنيوي لارو چارو، ماسک او نورو حفاظتي وسايلو د ګټې اخېستنې په تړاو يې په ټولنيزو شبکو، رسنيو، جوماتونو، عامه پوهاوي کمپايونو او نورو لارو څخه عامه پوهاوی کړی خو خلک بيا هم دغو برخو ته پاملرنه نه کوي.

دی وايي، په دې برخه کې پرته له خلکو بل څوک مسوليت نه لري؛ ځکه ټول پوهېږي چې ټولنيز واټن بايد مراعت شي، ماسک استعمال شي خو هېڅوک دغې برخې ته پاملرنه نه کوي.

تورخم پاکستان ته د تګ راتګ يوه له هغو دروازو ده چې هره ورځ پرې زرګونه کسان تګ راتګ کوي.

Visits: 29

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.