ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې یو کس د تښتوونکو له بنده راخوشی شو

ننګرهار کې یو کس د تښتوونکو له بنده راخوشی شو

author avatar
12 Jan 2021 - 16:08
ننګرهار کې یو کس د تښتوونکو له بنده راخوشی شو
author avatar
12 Jan 2021 - 16:08

جلال اباد (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۹): د ننګرهار ملي امنیت ځواکونو له لوري یو ۴۵ کلن کس د انسان تښتوونکو له بنده ازاد او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

ياد کس د جلال اباد ښار له اتمې ناحيې د ننګرهار کامې ولسوالۍ ته تښتول شوی و او له کورنۍ يې د ۲سوه زره ډالرو غوښتنه شوې وه.

تښتول شوی کس د مرغومي په ۲۳مه د ننګرهار ولايت مقام کې له خپلې کورنۍ سره بېرته يوځای شو.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وویل، ۴۵ کلن خانزاده ګل چې د جلال اباد ښار اتمې ناحیې په خیالي کلا سیمه کې استوګن و، ۲۰ ورځې وړاندې د سهار لمانځه مهال جومات ته د تګ پر مهال تښتول شوی و چې د ملي امنیت ځواکونو په هڅو د کامې ولسوالۍ په اربابانو سیمه کې د تښتوونکو له بنده را خوشی او نن یې له خپلې کورنۍ سره بېرته يوځای شو.

نوموړي زیاته کړه، تښتوونکو د خانزاده ګل خوشي کېدو په بدل کې د هغه له کورنۍ ۲ سوه زره ډالر غوښتل چې د ملي امنیت له لوري د عملیاتو پر مهال ازاد او د تښتوونکو د نیولو هڅې جریان لري .

د تښتوونکو له بنده ازاد شوي خانزاده ګل وویل، انسان تښتوونکو د دوی له کورنۍ ۲ سوه زره امریکایي ډالر غوښتل چې کورنۍ یې د ورکړې توان نه درلود.

هغه زياته کړه، کورنۍ يې له ملي امنيت او ولايت مقام څخه مرسته غوښتې وه چې له پيسو ورکړې پرته یې را خوشی کړي او د دغه کار له امله يې له ملي امنيت څخه مننه هم وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ملي امنیت ځواکونو یو تن ځانمرګی برید ګر هم موخې ته تر رسیدو وړاندې ونیوه.

Visits: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.