ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزارشريف کې د شاهين قول اردو ښځینه کارکوونکو پر موټر بريد شوى

مزارشريف کې د شاهين قول اردو ښځینه کارکوونکو پر موټر بريد شوى

author avatar
12 Jan 2021 - 09:29
مزارشريف کې د شاهين قول اردو ښځینه کارکوونکو پر موټر بريد شوى
author avatar
12 Jan 2021 - 09:29

مزارشريف (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٩): په مزارشريف ښار کې د شاهين قول اردو ښځينه کارکوونکو پر موټر وسله وال بريد شوى دی.

د بلخ امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل شاه عادل د مرغومي په ٢٣مه پژواک اژانس ته وويل چې دوو وسله والو موټرسايکل سپرو نن سهار اووه نيمې بجې د مزارښار پنځمې ناحيې په مربوطاتو کې د ملي اردو پر يوه موټر ډزې کړې دي.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې د څلورو ښځو په ګډون پنځه کسان ټپيان شوي چې د قول اردو روغتون ته لېږدول شوي دي.

خو يوې بلې سرچينې چې د نوم له اخیستو يې ډډه کوله، پژواک ته وویل چې وسله والو پر هغه موټر برید کړی چې د شاهين قول اردو ښځې کارمندانې په کې سپرې وې.

د سرچينې په حواله، په دغه برید کې یو شمېر نظامي کارمندانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د شاهين قول اردو وياند حنيف رضايي د پېښې د تاييد ترڅنګ وايي چې په دغه بريد کې دوه ښځې وژل شوې او درې نورې ټپيان دي.

Visits: 98

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.