منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۰ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

ننګرهار کې د نږدې ٢٠ ميليونه افغانيو په لګښت د حرفوي زده کړو مرکز جوړ شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۹۸ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۴ مرغومی ۹۹): ننګرهار کې د هند په ۱۹،۷ ميليونه افغانيو په لګښت د حرفوي زده کړو مرکز جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

په دغه مرکز کې به په يوه وخت ۲۸۰ ښځو او سړیو ته په لسو بېلابېلو برخو کې حرفوي زده کړې ورکول کېږي.

دغه مرکز د مرغومي په ۲۴مه د ننګرهار والي او د کار او ټولنيزو چارو وزير له لوري پرانيستل شو چې لويه موخه يې هم له زده کړو پاتې خلکو ته د کار زمينه برابرول دي.

د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل وويل، د حرفوي زده کړو دغه مرکز د هند هېواد په ۱۹ اعشاريه ۷ ميليونه افغانيو رغول شوی چې ۱۷ ميليونه افغانۍ يې په ودانۍ او ۲ اعشاريه ۷ ميليونه افغانۍ يې په تجهيزاتو راغلې دي.

هغه زياته کړه: ((دا مرکز په دوو پوړونو کې جوړ شوی لس تدريسي خونې، څلور تشنابونه، اداري خونه او نور ملحقات لري، په دغه مرکز کې به د لس بېلابېلو کسبونو زده کړې کېږي چې بيا به د کار مارکېټ ته وړاندې کېږي.))

د کار او ټولنيزو چارو وزير بشيراحمد ته ينج هيله وښوده چې د دغه مرکز په فعاليت سره به په ننګرهار کې د بې روزګارۍ کچه راټيټه او پر کسب پوه کسانو شمېر به ډېر شي.

ته ينج وويل: ((موږ هيله لرو چې د دغه مرکز په جوړېدو سره موږ په ختيځ، په ځانګړې توګه ننګرهار کې په کار بوخت او په کسب پوه ډېر کسان ولرو او وکولای شو چې له دې لارې د افغانستان د کار مارکېټ لا بهتر کړو.))

دغه راز د کار او ټولنيزو چارو وزارت له لوري نن په ننګرهار کې د ماشومانو د ملاتړ يو مرکز هم جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل وويل، په دغه مرکز کې به له نورو هېوادونو د را ډيپورټ شوي، له خطر سره مخ شوي، نادرکه شوي او نور بېوزلي ماشومان د لنډمهال لپاره ساتل کېږي.

د ننګرهار ولايتي شورا غړي اسرار الله مراد که څه هم د دغو مرکزونو جوړېدل ګټور کار ياد کړ خو نيوکه يې وکړه چې دا ډول فعاليتونه يوازې تر ښارونو محدود دي او ولسواليو ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

هغه غوښتنه وکړه چې بايد د ولسواليو په کچه هم د يتيمو ماشومانو روزنتونونه، د حرفوي زده کړو مرکزونه او نورې اسانتياوې برابرې شي.

د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست وايي، له شاو خوا ۱۷ ولايتونو ننګرهار ته خلک را کډه شوي او دا ډول لږ کارونه او واړه مرکزونه د بې روزګارۍ کچه نه شي کمولی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د احسايې ملي ادارې د هيواد د نفوسو په تړاو په يو خپور کړي راپور کې وويل، چې هرو سلو کسانو کې پنځوس هغه يې ثابت کار ته لاسرسی نه لري او يا هم بې روزګاره دي.