ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دولت مرکچي پلاوي پاتې غړي به ډېر ژر دوحې ته ورسېږي

د دولت مرکچي پلاوي پاتې غړي به ډېر ژر دوحې ته ورسېږي

author avatar
13 Jan 2021 - 12:59
د دولت مرکچي پلاوي پاتې غړي به ډېر ژر دوحې ته ورسېږي
author avatar
13 Jan 2021 - 12:59

کابل (پژواک، ٢٤ مرغومی ۹۹): په قطر کې د سولې بين الافغاني دويم پړاو خبرو له پيلېدو وروسته هم لا د دواړو لورو مرکچي پلاوو ځيني غړي دوحې ته نه دي رسېدلي، خو سرچينې وايي چې د دولتي پلاوي پاتې غړي به ډېر ژر هلته ورسېږي.

د بین الافغاني خبرو مرکچي پلاوي له درې مياشتنۍ خبرو وروسته د مشورو لپاره په شل ورځني رخصت ولاړل.

خو د مرغومي په ١٦مه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پلاوى قطر ته ولاړ او په سبا يې د دويم پړاو خبرو لومړۍ ناسته ترسره شوه.

د را پورونو له مخې، د طالبانو له ٢١ کسیز مرکچي پلاوي يواځې اووه کسان یې په قطر دي او د دولت لوري څلور غړي تر اوسه لا دوحې ته نه دي تللي.

په قطر کې يوې باوري سرچینې د نوم نه اخیستو په شرط د مرغومي په ٢٤مه پژواک اژانس ته وویل چې د افغانستان دولت مرکچي پلاوي څلور غړي (فوزیه کوفي، نادر نادري، متین بېک او فاطمه ګيلاني) لا هم قطر ته نه دي ورغلي.

خو سرچینه وایي، کېدای شي یاد کسان په دوو یا درېیو ورځو کې په قطر کې له خپل پلاوي سره یوځای شي.

خو یادې سرچینې زیاته کړه چې د طالبانو مرکچي پلاوي د مشر مولوي عبدالحکیم په مشرۍ ډېری غړي لا هم قطر ته نه دي ور رسېدلي.

د سرچینې په خبره چې د طالبانو د پلاوي ډېر کم غړي په قطر کې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دويم پړاو خبرو له پيل راهيسې تر اوسه د دواړو لورو ترمنځ درې ناستې شوې دي، خو له دو شنبې وروسته یې خبرې درېدلې دي.

سرچينه وايي، ټاکل شوې ده نن (چهار شنبې) بيا د دواړو لورو ترمنځ ناسته ترسره شي.

د دولت مرکچي پلاوي یوه غړي پژواک ته وویل چې د دوی اکثریت غړي په قطر کې دي او یاد پاتې غړي به یې سبا یا بل سبا قطر ته ور ورسېږي.

دغه سرچینه وايي چې د طالبانو مرکچي پلاوي یواځې اووه غړي (ملا خیرخواه، ملا نورالله نوري، لطیف منصور، دین محمد حنفي، محمد حنیف او دوه نور) په قطر کې دي او نور لا دوحې ته نه دي ور رسېدلي.

هغه زیاته کړه چې دوی اوس د خپل لوري اجنډا په تنظیم او ترتيب کار کوي.

هغه د ګډو ناستو نامنظم والي یو لامل په قطر کې د طالب پلاوي د مشر په ګډون د دې ډلې د زیاترو غړو نه شتون یاد کړ.

پژواک اژانس په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر له وياند ډاکتر نعيم سره د يادې موضوع په اړه اړيکه ونيوله، خو تراوسه يې ځواب نه دى ورکړى.

Visits: 98

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.