ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت : کومانډو ځواکونو ١٣ کسان د طالبانو له زندانه ازاد کړل

کابل (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٩) : د ملي دفاع وزارت وايي چې د کومانډو ځواکونو په هلمند ولايت کې ١٣ کسان د طالبانو له زندان څخه را خوشې کړي دي.

د دغه وزارت له خوا د مرغومي په ٢٥مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د ملي اردو د کومانډو ځانګړو ځواکونو د هلمند ولايت په  واشېر ولسوالۍ کې د طالبانو پر يوه زندان عمليات تر سره کړل .

سرچينې زياته کړې، د دغو عملياتو په ترڅ کې د يوه پوليس په ګډون، ۱۳ کسان چې له طالبانو سره بنديان وو، را خوشې شول.

د ملي دفاع وزارت ويلي، د دغو عملياتو په پايله کې يو عراده  کرولا موټر، درې موټرسايکلونه او يو عدد آيکم مخابره ترلاسه شوي دي.

وسله والو طالبانو ترا وسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Hits: 40

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.