ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په کندهار کې شپږ پاکستاني اتباع د جاسوسۍ په تورن نیول شوي”

“په کندهار کې شپږ پاکستاني اتباع د جاسوسۍ په تورن نیول شوي”

author avatar
15 Jan 2021 - 13:25
“په کندهار کې شپږ پاکستاني اتباع د جاسوسۍ په تورن نیول شوي”
author avatar
15 Jan 2021 - 13:25

کندهار (پژواک، ۲۶ مرغومی ۹۹): پولیسو د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې شپږ پاکستاني اتباع د جاسوسۍ په تور نیولي دي.
د کندهار د امنیې قوماندۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کسان تېره ورځ په سپین بولدک ولسوالۍ کې هغه مهال ونیول شول چې له ډیورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته را اوښتي وو.
هغه زیاته کړه، په نیول شوو پاکستانیانو کې څلور تنه برحاله پولیس دي چې د بلوچستان ایالت د چمن ښار د دوو تنو اوسېدونکو په مرسته را اړول شوي وو.
د ده په خبره، شپږ واړه نیول شوي وګړي د دغه هېواد د استخباراتي ادارې لپاره د جاسوسۍ دنده تر سره کوي او د موټر اخيستو په پلمه سپين بولدک ولسوالۍ ته راغلي وو.
بارکزی وايي، دغه کسان هغه مهال د پولیسو له لوري و پېژندل شول او ونیول شول چې بیرته هغې غاړې ته اوښتل.
دی زیاتوي، له نیول شوو کسانو څېړنې روانې دي.

Visits: 101

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.