ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد ښار کې دوه پوليس وژل شوي، خوست کې یو ډاکتر ټپي شوی

جلال اباد ښار کې دوه پوليس وژل شوي، خوست کې یو ډاکتر ټپي شوی

جلال اباد- خوست (پژواک، ۲۷ مرغومی ۹۹): ناپېژاندو وسله والو د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې دوه پوليس وژلي، بلخوا په خوست کې په یوه برید کې یو ډاکتر ټپي شوی دی.

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې ناپېژاندو وسله والو دوه پوليس پر ډزو وژلي او خپله له سيمې په تېښته بريالي شوي دي.

عيني شاهدان وايي چې بريدګر په ريکشا کې سپاره وو او د پوليسو وسلې يې هم له ځان سره وړې دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند فريد خان د مرغومي په ۲۷مه پژواک اژانس ته وويل، وسله والو نن غرمه شاوخوا يوه بجه د جلال اباد ښار د پنځمې ناحيې اړوند په انګورباغ سيمه کې دوه پوليس پر ډزو وژلي دي.

هغه زياته کړه، بريدګر له سيمې تښتېدلي خو پوليسو يې د نيولو په تړاو هڅې پيل کړې دي.

د پېښې یو عیني شاعد قدرت الله وایي، بريدګر په ريکشا کې سپاره وو او له بريد وروسته يې د پوليسو وسلې هم له ځان سره وړې دي.

خو د ننګرهار امنيه قومانداني وياند وايي چې د دغه برید په اړه څېرنې روانې دي او جزئیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک شي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په خوست کې يو ډاکټر د ناپېژاندو وسله والو په برید کې ټپي شوی دی.

پر ډاکتر محمد ماليار دغه برید نن له غرمې مخکې د مرکز اړوند د متون ګلزار اکا په سيمه کې شوی دی.

د خوست امنیتي چارواکي وايي، یاد ډاکتر له کوره ښار ته پر لاره وو چې د وسله والو تر برید لاندې راغلی دی.

هغوی دغه راز وايي چې په دغه وسله وال بريد کې د‌ نوموړي ډاکټر ورور هم ټپي شوی دی.

د دوی په وینا، ټپيان په‌ خوست ښار کې يوه خصوصي کلينيک ته وړل شوي دي.

بل لور ته د ياد کلينيک يوه موظف ډاکټر له پژواک سره خبرو کې د ټپيانو حالت د ډاډ وړ وباله.

د يادو پېښو مسووليت تردې دمه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

Views: 36

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.