ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د مخابراتو وزارت پر یوه پراډو موټر چاودنه شوې ده

کابل ښار کې د مخابراتو وزارت پر یوه پراډو موټر چاودنه شوې ده

author avatar
18 Jan 2021 - 10:01
کابل ښار کې د مخابراتو وزارت پر یوه پراډو موټر چاودنه شوې ده
author avatar
18 Jan 2021 - 10:01

کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ۹۹): د کابل پولیس وایي چې د دغه ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې پر یوه پراډو موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې خو چا ته په کې زیان نه دی اوښتی.

د کابل امنیې قومانداني ویاند فردوس فرامرز پژواک ته وویل چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې او ۳۷ دقیقې د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د شورا په سړک رامنځته شوې ده.

د سرچینې په خبره، دغه موټر د مخابراتو وزارت اړوند و.

تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

دا په داسې حال ده چې په دې وروستیو کې پر نظامي موټرو، خبریالانو، مدني فعالانو او قاضیانو باندې چاودنې او بریدونه ډېر شوي دي.

پرون هم د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې اړوند د قلعه فتح الله په لسم سړک د قاضیانو پر یوه موټر وسله وال برید وشو چې په ترڅ کې یې دوه قاضیانې ووژل شوې او دوه نورې ټپیانې شوې.

Visits: 104

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.