Language

ناټو: د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوو

کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ٩٩): د ناټو سرمنشي وايي چې د افغانستان لپاره د ناټو د غړو هېوادونو دريځ نه دی بدل شوی او شتون به يې شرايطو ته د کتو پر بنسټ وي.

د ناټو سر منشي ینس سټولټنبرګ دغه څرګندونې نن (د مرغومي په ۲۹مه) له ولسمشر غني سره د افغان سولې بهیر په اړه د ټيلېفوني مکالمې پرمهال کړې دي.

هغه پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، د افغانستان لپاره د ناټو د غړو هېوادونو دريځ نه دی بدل شوی او په افغانستان کې به د دوی د ځواکونو شتون شرايطو ته د کتو پر اساس وي.

هغه زياته کړې چې له افغان ځواکونو سره مرستې ته دوام ورکوي، څو ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان هېڅکله د نړیوالو ترهګرو لپاره خوندي ځای نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي چې د ده تر ګوښه کېدو پورې به له افغانستان څخه ټول امريکايي ځواکونه وباسي.