ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکو په ميدان وردګو کې د برېښنایي پېژندپاڼو دفتر تړلى

لاريون کوونکو په ميدان وردګو کې د برېښنایي پېژندپاڼو دفتر تړلى

author avatar
18 Jan 2021 - 15:34
لاريون کوونکو په ميدان وردګو کې د برېښنایي پېژندپاڼو دفتر تړلى
author avatar
18 Jan 2021 - 15:34

کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ۹۹): په ميدان وردګو ولايت کې سلګونو لاريون کوونکو په برېښنايي پېژندپاڼو، د موټرو په پلېټونو او نورو ټولو رسمي چارو کې د میدان وردګ ولايت د پوره نوم لیکلو غوښتنه وکړه.

دغه لاريون چې د مرکز میدان ښار، جلرېز، نرخ، لومړۍ او دویم بهسود ولسوالیو شاوخوا ۱۲۰۰ کسانو په کې ګډون کړی و، «تعصب نه غواړو»، «خپل هويت غواړو» او «زموږ حقوق مه تر پښو لاندې کوئ» شعارونه هم ورکول.

لاريون کوونکو ګواښ وکړ که چېرې په پېژندپاڼو او ټولو رسمي ادارو او سنادو کې د دغه ولایت بشپړ نوم (میدان وردګ) ونه لیکل شي، دوی به خپلو لاریونونو ته ادامه ورکړي.

د ميدان وردګو ولايتي شورا غړي او لاريون کوونکي شريف الله هوتک پژواک ته وويل چې دوی په یوه سوله يیزه فضا کې پر حکومت غږ کوي چې د دغه ولايت نوم په مکمل ډول چې (ميدان وردګ) دی په پيژندپاڼو کې وليکي.

دی زياتوي: «زموږ د لاريون موخه دا ده چې زموږ هويت بايد ونه لوټل شي، موږ په الکترونیکي پېژندپاڼو، د موټرو په پلېټونو او ټولو رسمي امورو کې د میدان وردګ پوره نوم لیکلو غوښتنه کوو.»

بل لاريون کوونکي او مدني فعال ذبيح الله فاروقي وايي چې د مرکزې ادارې په ټولو مکتوبونو او حکمونو کې د ميدان وردګو نوم مکمل ليکل کېږي، خو په محلي اداره کې ځينې متعصبې کړۍ بيا يوازې د وردګو نوم ليکي.

دی وايي: «تاسو د سيمه ییزو ارګانونو مکتوبونه او وېبپاڼه وګورئ، هلته زموږ د ولايت نوم په مکمل ډول ميدان وردګ ليکل شوي، تاسو وګورئ زموږ ولايت چې والي عبدالرحمان طارق راغلی په هغه حکم کې هم راغلي چې د ميدان وردګ د ولايت والي؛ خو زموږ په خپل وخت ولايت کې زموږ هویټ لوټل شوی دی.»

يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او د خپلې غوښتنې د عملي کېدو په موخه يې په دغه ولايت د برېښنايي پيژندپاڼو مرکز وتړه.

د لاريون کوونکو د معلوماتو له مخې، په برېښنايي پيژندپاڼو کې د ولايت د بشپړ نوم پر ځاى يواځې وردګ ليکل کېده نو ځکه دوى يې دفتر تړلى دى.

د يادونې ده، له تېرو څو کلونو راهيسې د موټرو په پلېټونو، پاسپورټونو او برېښنايي پېژندپاڼو کې د ميدان وردګو د مکمل نوم پر ځای يوازې د وردګ نوم ليکل کېږي.

Visits: 1797

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.