ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې نهو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

بغلان کې نهو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
19 Jan 2021 - 12:17
بغلان کې نهو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
19 Jan 2021 - 12:17

پلخمري (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٩): امنيتي سرچينې وايي چې د بغلان په مرکز پلخمري کې د طالبانو په یوه بريد کې څلور امنیتي سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

په بغلان کې يوې سرچينې د مرغومي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د یاد ولایت مرکز اړوند صفدرخان سيمه کې د بابا نظر پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې د بابا نظر پوستې درې سيمه ييز پوليس وژل شوي او پنځه نور نادرکه دي.

دغه راز سرچينه زياتوي چې په همدې سيمه کې يو هاموې ټانګ هم په راکټ ويشتل شوى چې له امله یط يو کس ټپي شوى دى.

سرچينې دا هم وويل چې د پلخمري ښار د بلاکو سيمه کې د سړک غاړې ماين چاودنه کې يو پوليس او درې د ملي امنيت کارکوونکي ټپيان شوي دي.

په ورته وخت کې د بغلان ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې تېره شپه روغتون ته پنځه ټپيان انتقال شوي چې د غفار په نوم د پوليسو يوه قوماندان د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.

همدارنګه د بغلان امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت د بابانظر پوستې سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه له څه ويلو ډډه وکړه، خو ويې ويل چې په پلخمري ښار کې د چاودنې له امله څو کسان ټپيان شوي دي.

د یادونې ده، وړمه شپه هم په دغه ولایت کې اته امنیتي سرتېري د طالبانو په بريد کې وژل شوي وو.

Visits: 150

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.