ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغان حکومت مشرانو جوبایډن ته د جمهورې ریاست دورې د پیل مبارکي ورکړه

د افغان حکومت مشرانو جوبایډن ته د جمهورې ریاست دورې د پیل مبارکي ورکړه

author avatar
21 Jan 2021 - 15:57
د افغان حکومت مشرانو جوبایډن ته د جمهورې ریاست دورې د پیل مبارکي ورکړه
author avatar
21 Jan 2021 - 15:57

کابل (پژواک، ٢ مرغومی ٩٩): ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله جوبایډن ته د جمهورې ریاست دورې د پیل مبارکي ورکړې او له نوموړي سره یې د ښې همکارۍ ژمنه وکړه.

جوبایډن د چهارشنبې په ورځ د لوړې مراسم پر ځای کړل او د امریکا متحده ایالتونو د شپږ څلوېښتم ولسمشر په توګه یې د دغه هېواد چارې په لاس کې واخیستې. له جوبایډن مخکې د هغه مرستیال کامالا هاریس لوړه وکړه. هغه د امریکا په تاریخ کې لومړۍ ښځه ده چې د ولسمشر مرستیالې په توګه لوړه کوي.

که څه هم د امریکا نوي ولسمشر له لوړې وروسته په خپله وینا کې د افغانستان په اړه څه ونه ویل، خو د افغان حکومت ځینو لویو چارواکو د جمهوري ریاست د دورې پیل یې هغه ته مبارکي ویلې ده.

ولسمشر محمد اشرف غنی پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې افغانستان په دې سختو او کړکېچنو شرایطو کې د سولې او د ترهګرۍ له څو اړخیزې ستونزې سره د مبارزې لپاره د شراکت له بیا ځلې پیل سره له خپل بنیادي شریک د امریکا له متحده ایالتونو سره ترڅنګ درېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني پرون مازدیګر په ارګ کې د امریکا سفارت له شارژدافیر راس وېلسن سره هم لیدنه وکړه او له افغانستان سره د امریکا د نوي حکومت پر اړیکو یې خبرې ورسره وکړې.

د بایډن د لوړې له مراسمو یوه ورځ مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزارت نوماند انتوني بلینکن ویلي وو چې واشنګتن به د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر تړون و ارزوي.

نوموړي سناتوران ته وویل، غواړي د دغه هوکړله لیک پر منځپانګه پوه شي او که دغه هوکړه لیک لاسته راوړنې خوندي نه کړي، کومه پایله به ونه لري.

په همدی حال کې د ملي روغې جوړې عالي شورا ريیس ډاکتر عبدالله عبدالله هم د امریکا ولسمشر او د هغه مرستیالې ته مبارکي ورکړې ده.

هغه خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، هیله لري له خپلو امریکایي دوستانو سره یو ځای سولې، ثبات، بشري حقونو او د ټولو لپاره سوکالۍ ته کار وکړي.

جوبایډن په داسې حال کې سپینې ماڼۍ ته ننوت چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور شل کاله ووتل.

د امریکا دفاع وزارت په دې وروستیو کې اعلان کړی چې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر دوه نیم زرو کسانو ته را ښکته شوی دی.

تر اوسه نه ده معلومه چې د امریکا نوی ولسمشر بایډن به د قطر هوکړې له مخې په روان کال کې له افغانستانه خپل سرتېري بهر کړي که نه.

جوبایډن د امریکا دويم کاتولیک ولسمشر دی؛ مخکې له دې بېل کلینټن د ۱۹۹۰ په لسیزه کې د امریکا کاتولیک ولسمشر و.

Visits: 24

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.