ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قیصاري: د جمهوریت او نظام ملاتړی یم، د بلخ سیمه ییزه اداره دې توطیې نه جوړوي

قیصاري: د جمهوریت او نظام ملاتړی یم، د بلخ سیمه ییزه اداره دې توطیې نه جوړوي

author avatar
24 Jan 2021 - 14:15
قیصاري: د جمهوریت او نظام ملاتړی یم، د بلخ سیمه ییزه اداره دې توطیې نه جوړوي
author avatar
24 Jan 2021 - 14:15

مزارشريف (پژواک، ٥ سلواغه ٩٩): د فاریاب قیصار ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان نظام الدین قیصاري په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې له شته نظام او جمهوریته ملاتړ کوي او وايي چې د بلخ سیمه ییزه اداره ورته توطیې جوړوي.
خو بل لور ته د بلخ والي وايي، که دا ځل قيصاري کومه غير قانوني کړنه ترسره کړه، وبه ګوري چې څه ورسره کېږي.
قيصاري پر خپلې رسمې فېسبوک پاڼه خپره شوې ویډیو کې ویلي چې د بلخ سیمه ییزه اداره ورته توطیې جوړوي.
دوه ورځې مخکې د بلخ والي فرهاد عظیمي ویلي وو چې له قیصاري یې د ناقانونه کړنو نه کولو لیکلی تعهد اخیستی دی.
د عظیمې په وینا، که قیصاري خپلو ناقانونه کړنو ته دوام ورکړي؛ نو جدي قانوني چلند به ورسره وکړي.
نظام الدین قیصاري په خپلو تازه څرګندونو کې د بلخ د والي خبرو پر وړاندې غبرګون ښودلی دی.
هغه پر خپلې فېسبوک پاڼې خپره کړې ویډیو کې ویلي چې له قانونه پورته کړنې نه ترسره کوي.
د قیصاري په وینا، دی به له جمهوریت او شته نظامه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
هفه زیاته کړې چې د بلخ سیمه ییز چارواکي یې پر وړاندې هيڅ اقدام نه شي کولای.
قیصاري ویلي: ((زما پر کور له توپ او ټانګ سره راغلئ خو هېڅ مو ونه کړل، اوس بیا درته وایم، ځای مې درته معلوم دی، راشئ زور راسره ووهئ.))
نوموړي د بلخ پر سیمه ییزې ادارې غږ کړی چې د ده پر وړاندې توطیې جوړې نه کړي.
قیصاري د بلخ پخواني والي عطامحمد نور ته په اشاره ویلي چې نوموړي او پلویانو یې له دوو لسیزو راپه دېخوا مزارښار انحصار کړی او د ځمکو په غصب کې ښکېل دي.
هغه وایي چې په دې تړاو بشپړ اسناد هم لري.
د بلخ والي فرهاد عظیمي د قیصاري د تازه څرګندونو په اړه پژواک ته وویل چې حکومت به هېڅ زورواکي ته د فعالیت اجازه ورنه کړي.
هغه زیاتوي چې د امنیتي میثاق پلان له مخې، د بلخ له ټولو هغو کسانو تعهد اخیستل کېږي چې پخوا پر ناقانونه کړنو تورن وو.
عظیمي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ((د قیصاري خبرې مې واورېدې، موږ وایو چې دی له دې وروسته یوه ناقانونه کړنه ترسره کړي، بیا به وګوري چې زور مو پرې رسېږي که نه.))
له دې سره د بلخ ولایتي شورا رییس محمد افضل حدید وایي چې قانون باید پر ټولو تطبیق شي.
د حدید په خبره، په بلخ کې باید امنیتي میثاق په ښه ډول پلی شي او څوک دې یې پر وړاندې خنډ نه جوړېږي.
د بلخ ولایتي شورا رییس زیاتوي چې د بلخ خلک او مسوولین به چاته اجازه ورنه کړي چې مزار ښار نا امن کړي.
په مزارشریف کې د نظام الدین قیصاري پر کور یو کال وړاندې هم د امنیتي ځواکونو له خوا عملیات شوي وو چې په پایله کې یې قیصاري له عملیاتو روغ ووت او جوزجان ته ولاړ.

Visits: 256

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.