ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې د غړې ګلالۍ محمدي ورور په کندهار ښار کې وژل شوی

د ولسي جرګې د غړې ګلالۍ محمدي ورور په کندهار ښار کې وژل شوی

author avatar
24 Jan 2021 - 16:46
د ولسي جرګې د غړې ګلالۍ محمدي ورور په کندهار ښار کې وژل شوی
author avatar
24 Jan 2021 - 16:46

کندهار (پژواک، ۵ سلواغه ۹۹): په کندهار ښار کې د وسله والو په یوه هدفي برید کې د یوې امنیتي پوستې قوماندان وژل شوی دی.
نوموړی په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو د استازې ګلالۍ محمدي ورور هم دی.
پېښه یو ساعت مخکې د ۱۲مې امنیتي حوزې اړوند سیمانو پول ته نږدې شوې ده.
یوې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، وژل شوی تن حاجي محمد نومېږي او په ۱۱مه امنیتي حوزه کې یې د یوې پوستې د قوماندان په توګه دنده ترسره کوله.
دغه سرچینه وايي، بریدګر تښتېدلي خو پولیسو یې لټون پیل کړی دی.
یوې بلې سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، وژل شوی تن په ولسي جرګه کې د اروزګان د خلکو د استازې ګلالۍ محمدي ورور دی.
په خپله ګلالۍ محمدي هم د خپل ورور وژنه تایید کړې ده.
د دغه برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی. د کندهار امنیتي ارګانونه په دې اړه ناخبري ښيي.

Visits: 546

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.