کابل (پژواک، ٦ سلواغه ٩٩): د راپورونو له مخې، د هندوستان او چين ترمنځ يو ځل بيا سرحدي نښته شوې چې له امله يې يو شمېر سرتېري ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې شپږ مياشتې مخکې هم د دواړو هېوادونو سرحدي ځواکونو ترمنځ په لداخ سيمه کې نښته شوې وه چې له امله يې تر ٢٠ زيات هندي سرتېري وژل شوي وو.
د فرانسې خبري اژانس (اى اېف پي) راپور له مخې، دا تازه نښته د سکم ولايات په نکولا پاس سرحدي سيمه کې رامنځته شوې وه چې له امله يې د دواړو هېوادونو يو شمېر سرحدي سرتېري ټپيان شوي دي.
د هندوستان پوځ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې دا يوه عادي پېښه ګڼل شوې او زياته شوې چې د دواړو هېوادونو سرحدي پوځي افسرانو دا ستونزه هواره کړې ده.
د يادونې ده، د لسګونو کلونو راهيسې د چين او هندوستان ترمنځ سرحدي شخړې روانې دي چې وخت ناوخت يې د ځواکونو ترمنځ نښتې هم کېږي.
Visits: 196
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن